IQNA

  د افغانستان په هرات کې د رسول الله(ص)د میلادپه مناسبت د چهل حدیث نومې نندارتون جوړ شو

11:56 - September 06, 2025
د خبر لمبر: 3491656
ایکنا - د افغانستان په هرات ښار کې، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینو د رسول ا... (ص) د میلاد او د وحدت اوونۍ په مناسبت خپل آثار د « چهل حدیث» نومې د خوشخطۍ په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ، دا هنري ټولګه د رسول ا... (ص) د تعلیماتو په چورلیز جوړه شوې او د هنر او معنویت د پیوند یو ژوندی انځور وړاندې کوي.

د هرات ددغه پوهنځي  مشر توفیق رحماني وویل، چې د دغه نندارتون موخه، د دیني او اخلاقي پیغامونو له لارې ټولنې ته د هنر په ژبه منتقلول  دی.

هغه زیاته کړه؛محصلینو د خپلو خلاقو آثارو په مرستې سرخ هڅه کړې، چې د حدیثونو ښکلا او معنویت د هنر په ژبه بیان کړي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د کلتوري چارو مسئول حمیدا....غیاثي د هنرمندانو، په تیره بیا  خطاطو، د ملاتړ په اړه د کلتوري بنسټونو پر رول ټینګار وکړ او وې ویل، چې دا ملګرتیا به تل دوام ولري.

په دغو مراسمو کې، دیني عالمانو او کارپوهانو د مسلمانانو ترمینځ پر وحدت او د قرآن او د رسول ... (ص) د سنتو پر پیروۍ ټینګار وکړ.

د «چهل حدیث» نومې نندارتون نه یوازې د محصلینو د هنري مهارتونو د نندارې لپاره یوه موقع وه، بلکې د هنر او معنویت د پیوند او په هرات کې د اسلامي ټولنې د یووالي نښه هم وه.

https://iqna.ir/fa/news/4303414   

captcha