IQNA

الجزایر؛ د نبوي (ص ) سیرت د نړیوالې جایزې کوربه

14:01 - September 07, 2025
د خبر لمبر: 3491664
ایکنا - د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزارت د نبی اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې د جشنونو په ترڅ کې د نبوي سیرت د نړیوالې سیالۍ د پیل اعلان وکړ.

 ایکنا نیوز د عربي ۲۱ په حواله راپور راکوي، د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزارت د دغې جایزې هدف، چې «د الجزایر د نبوي سیرت جایزه» نومېږي، له نبوي سیرت څخه اخیستل شوي معنوي او انساني ارزښتونو پیاوړي کول او د نبوي سیرت په خدمت کې علمي څېړنې او فکري نوښت هڅول دي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې دا جایزه د الجزایر د حکومت ژمنتیا ښئي چې د نبی اکرم (ص) د سیرت مقام لوړ کړي او د هغه علمي او فرهنګي نفوذ زیات کړي. په پایلې کې، دا د نبی اکرم (ص) لخوا تجسم شوي اخلاقي او انساني ارزښتونو پیاوړي کولو او د نسلونو ترمینځ د هغو د خپرولو او پراخولو لپاره مرسته کوي، څو دا د اوسمهاله  ننګونو پر وړاندې د لارښوونې په توګه کار وکړي.

په ملي کچه د داسې نوښتونو شاملول د الجزایر د دولت په دین باندې د پیاوړي باور نښه ده، چې د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز  اړم او آوزار  دی. دا هدف د دیني هویت او ملي وحدت په پیاوړي کولو او د افراطي غورځنګونو پر وړاندې د نبوي سیرت څخه الهام اخیستونکي معتدلې وینا سره د مقابلې له لارې ترلاسه کېږي.

دا جایزه د الجزایر د جامع جومات  له پرانیستې وروسته پیلېږي، چې په دغه هیواد او د اسلامي نړۍ په کچه یو له مهمو دیني او فرهنګي بنسټونو څخه دی.

https://iqna.ir/fa/news/4303577

captcha