IQNA

 د تایپه په جامع جومات کې د مسلمانو محصلینو غونډه

12:57 - September 25, 2025
د خبر لمبر: 3491766
ایکنا - د تایوان د پوهنتونونو له  بیلابیلو ملیتونو څخه مسلمان محصلین د دغه هېواد د پلازمینې تایپه، ، په جامع جومات کې سره غونډ شول.

 ایکنانیوز د  muslimsaroundtheworld  له قوله راپور راکوی، د جنوبي اسیا، منځني ختیځ، افریقا، منځنۍ اسیا او همدارنګه د امریکا او اروپا براعظمونو  له ۱۵ څخه زیاتو ملیتونو څخه، د تایوان د پوهنتونونو نوي محصلین په تایپه جامع جومات کې  سره ټول شول.

په دغې غونډی کې ګډونوال د بېلابېلو قومي او جغرافیایي توکم  لرونکي مسلمان محصلین وو او دا پروګرام د یو ټولنیز فعالیت برخه وه چې موخه یې په تایوان کې له  اسلامي ژوند سره د دوي پېژندنه او د عبادت او کلتوري تعاملاتو لپاره د یو دوستانه فضا برابرول وو.

په غونډې کې ګډون کوونکو محصلینو په تایوان کې د اسلامي ژوند طرز او د مسلمانانو لپاره د مناسب چاپېریال په اړه معلومات سره تبادله کړل او له حلالو خوړو څخه یې خوند واخیست.

باید ووییل شی؛ د تایپه جامع جومات د تایوان د مسلمانانو د  زړه په ټکانونو بدل شوی او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مسلمانانو لپاره د اجتماع ځای دی، دوی په دې ځای کې د لمانځه لپاره  ټولیږي، ټولنیز او کلتوري اړیکې جوړوي او په تایوان کې له ژوند سره د سمون په اړه خپلې تجروبې شریکوي.

د تایپه جامع جومات همدارنګه د اسلام د یو نړیوال دین په توګه د انځور په وړاندې کولو کې چورلیزي رول لوبوي چې د بېلابېلو دینونو په یوه چاپېریال کې د  ګډ سوله ایز ژوند  او زغم ارزښتونه منعکس کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4306681

captcha