IQNA

د ناروې د فوټبال فيډریشن مشرې له نړیوالو سیالیو د اسرائيلو د حذفیدو غوښتنه وکړه

17:35 - October 02, 2025
د خبر لمبر: 3491801
ایکنا - د ناروې د فوټبال فیډریشن مشرې، لیز کلافینیس، د فټبال له نړیوالو فوټبال سیالیو څخه د اسرائيلو د محرومولو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه د اروپا د فوټبال اتحادئې (یوفا) د تل ابیب د اروپائي سیالیو په برخه کې د ګډون د ځنډیدا په اړه د رأیې اچونې په درشل کې مطرح شوې ده.

ایکنانیوز د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز په حواله راپور راکړی، کلافینیس په ناروې کې په یوه راډیویي پروګرام کې وویل: «مونږ اوس د اسرائیلو پر ضد د بندیزونو د پلي کولو په حال کې یوو او باور لرو چې دا رژیم د دې مستحق دی. موضوع د قوانینو د مراعاتولو سره تړاو لري.»

هغه زیاته کړه چې ناروې به په یوازې سر اقدام ونه کړي او ټینګار ئې وکړ: «که مونږ په خپلواکه توګه بندیز ولګوو، یوازینۍ پایله به دا وي چې اسرائیل به زمونږ پر ځای نړیوال جام ته لاړ شي. 

د ناروې د فوټبال فیدریشن مشرې دا هم وویل: «زما په شخصي نظر، کله چې روسیه له سیالیو ایستل شوې ده، اسرائیل هم باید وایستل شي.»

د پروګرام له مخې، د ناروې ملي لوبډله به د اکتوبر په ۱۱ (د تلې د میاشتې په ۲۰ ) د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په چوکاټ کې د صهیونیستي رژیم په وړاندې لوبه وکړي؛ دا لوبه کولای شي د ناروې د راتلونکي کال په امریکا، کانادا او مکسیک کې د سیالیو لپاره د مستقیمې وړتیا ترلاسه کولو لپاره ټاکونکې وي.

دا بدلون په داسې حال کې رامینځته کېږي چې یوفا پلان لري په دې اوونۍ کې د اسرائیلو د احتمالي ځنډیدا په اړه پرېکړه وکړي. مخکې تر دې، د ملګرو ملتو د تحقیقاتو کمیشن په یوه راپور کې اسرائیل د «نسل‌وژنې» په تور تورن کړي وو.

 

captcha