IQNA

۱۲ ورځنی جنګ د اسلامی ایران د دښمنانو ددورغجن کیدا سند دی

14:28 - October 07, 2025
د خبر لمبر: 3491824
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان وویل: ددښمن هڅه دا ده چې القاء کړي،مشکلات،ظالمانه بندیزونه او حتی ۸ کلن  تپلی جنګ، د اسلامي جمهوري نظام  د شتون له امله دي، خو همدا  ۱۲ ورځنی تپلی جنګ،د دغې ادعا دروغجنې  ثابتیدا لپاره، کافي دی.

ایکنانیوز د پوځ د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړی د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځي  پوهنتون ۸۶  پړاؤ  د دفاعي مدیریت پرانیستې غونډه  د ایران د  اسلامي جمهوریت د پوځ د  عمومي قوماندان امیر سرلشکر «امیر حاتمی» په ګډون سره ترسره شوه او  سردار حاتمی په دغې غونډې کې، زده کړیالانو ته مخاطب شو او وې ویل: تاسو د قوماندې او درستیز والۍ  زده کړیال، له نن څخه په دغه پوهنتون کې د ګډون او د «پوځي  او دفاعي» سټراټیژیکو موضوعګانو د زده کړې له امله، د  پوځ  د علمي او  پوځي غوره کسانو  په لاره کې ځای موندلی او په دې برخه کې چې د هېواد او اسلامي انقلاب دفاع، د یو پوځي  تر ټولو مهم او مقدس مسؤلیت دی، ستاسو مسؤلیت به د تیر په پرتله ډیر دروند شي.

هغه د دې  خبرې په کولو سره چې د زمونږ هیواد د سټراټیژیک موقعیت له امله په سیمې او نړۍ کې، د ایران   ټاټوبی د مځکنئ بشپړتیا ساتنه،خپلواکي او همدارنګه د اسلامي جمهوري نظام، د نورو هېوادونو په پرتله لا سخت دی، زیاته کړه: ایراني ملت، یو سرلوړی او سربلند ملت دی او ایرانی ټاټوبی هم، له لوړو ظرفیّتونو ډک دی   چې همد عواملو د دغه ملت  د سربازانو  او په پوځ کې مسؤلیت ډیر دروند کوي.

سردار حاتمی روښانه کړه: ایرانی ملت په ۱۳۵۷  لمریز کال کې، د خپلواکئ، ازادۍ او د اسلامي جمهوري نظام لوړ آرمان  غوښته  او د بهرنیانو شتون، دسیسې او  جنایتونه  ئې  پای ته  ورسول . دغه ملت له ټولو خنډونو او دښمنیو سره سره، لا هم د خپلو آرمانونو، فکرونو او د خپلو شهیدانو سرې کرښې ساتونکی دی او مونږ باید  له مخکې ډير زیات ددغو  ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅه وکړو.

د  ایران د پوځ عمومي قوماندان په دوام کې، ۱۲ ورځې جګړه د ایران اسلامي دښمنانو دروغو  سند وباله او یادونه ئې وکړه: د دښمن هڅه دا ده چې القاء کړي ، ستونزې، ظالمانه بندیزونه او حتی ۸ کلن تپلی جنګ ، د اسلامي جمهوري نظام  د شتون له امله دي، خو همدا ۱۲ ورځنی تپلی جنګ ، د دغې دروغجنې ادعا د ثابتولو لپاره، کافي دی. مونږ په دې ۱۲ ورځنئ تپلې  جګړې کې، په داسې حال کې چې  په خبرو اترو او مذاکراتو بوخت ؤ، یو سپير جنګ پر مونږ وتپل شو.  البته   غاښ ماتونکی ځواب ئې هم ترلاسه کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4309096

captcha