IQNA

حجةالاسلام خاموشي:

ایران باید د اسلامی نړۍ ځانګو شي

5:45 - October 29, 2025
د خبر لمبر: 3491934
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې مشر  دې ته  په اشارې سره  چې قرآني محفلونه یو داسې فرصت دی څو د ژوند لاره  له قرآن سره منظمه کړي ، ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت  د اویاړ لري ، چې  په اسلامی نړئ کې  د قرآن ترټولو دوامدارې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي او باید  د کلمې په حقیقي معنا سره  د اسلامي نړۍ ځانګو شي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو  ادارې مشر  او د  ولی فقیه نماینده ، حجةالاسلام سید مهدي خاموشي د دوشنبې په ماښام  د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته  څلویښم پړاؤ په پایزو دستورو کې  چې د سنندج  ښار  د فجر  په نامه د غونډو  په ستر هال کې ترسره شوې ، ددې خبرې په کولو سره چې قرآن کریم  د حیات طیبه منشور او  د مومنانو د ټولنې  لارښود دی ،ووئيل؛  قرآڼ د  هدایت او حیات کتاب دی او هره هغه ټولنه چې  دا دخپل ژوند چورلیز وګرځوي ، د عزت او  نیکمرغۍ لار به  کچ کړي.

 هغه په دوام کې  ووئيل؛ نن سبا  د نړئ درستې کیمرې  په غزې کې د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم  جنایتونه ثبتوي  او ددنیا عمومی افکار پوهه شوي دی چې امریکا د فلسطین په مظلومو خلکو د ظلم اصلي عامله ده .

  خاموشي  د خپلې وینا په یوې برخې کې  د قرآن کریم آیت   «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ    ته په اشارې سره  ووئيل؛ تقوا  له ګناه څخه د انسان یوازې ډډه کول نه دي ،بلکې اجتماعی تقوا یعني د ایمان خ یال ساتل  او د اسلامی امت  ډله ایز مسئولیّت.

حجةالاسلام خاموشي همنداراز په درست ایران کط د قرآڼ د سیالیو بریالیو ترسره کیدا ته په اشارې سره  ووئیل، د ایران اسلامی جمهوریت  دا ویاړ لري  چې  په اسلامی نړئ کې د قرآن ترټولو دوامدارې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي؛ حتی په کرونائي بحران کې  ئې هم  دغو سیالیو ته په انټرنیټي بڼه دوام ورکړی او  د قرآن بیرغ هیڅکله هم پر مځکه نه دی ټيټ شوی.

 هغه زیاته کړې ده ، له دې وورسته  هرکال  د هیواد یو ولایت به د قرآن د عمومی سیالیو کوربه وي څو  په ادرست اسلامی  ټاتوبی کې  قرآنی فضا  پراخه شي.

د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر  په پاي کې ټينګار وکړ، د ایران  اسلامی جمهوریت باید د کلمې په حقیقی معنا  د اسلامی نړۍ  د قرآن ځانګو شي.

https://iqna.ir/fa/news/4313234

captcha