
د ایکنانیوز د راپور له مخې، د اسلامي ملګرتیا موسیسې د یوې اعلامیې په ترڅ کې د سوډان په وروستیو پېښو باندې اندېښنه څرګنده کړې او په القاشر ښار باندې د « چټک ملاتړ ځواک» د بریدونو په ترڅ کې د بشري حقونو جدي خلاف ورزي په سخته محکومه کړه.
دغې موسیسې چې مرکزه ئې دعربستان په جده کې دی، نړیوالو بشري حقوقو ته د چورلټ احترام، د ملکي وګړو د ساتنې او د اړتیا وړ کسانو لپاره د بشري مرستو د بې ځنډه لاسرسي تضمینولو غوښتنه وکړه. همدارنګه د جده اعلامیه چې د ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې په ۱۱ نېټه (۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲) لاسلیک شوې وه، د احترام غوښته ئې وکړه.
د اسلامي ملګرتیا موسیسې بیا هم د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ، څو د فوري بشري اوربند ترلاسه کولو لپاره چې د عمومي او دایمي سولې د پروسې بنسټ وي، اقدامات وشي. دغه موسیسه په دې باوري ده چې د اوربند هره هڅه به د سوډان د خلکو ژوند خوندي کړي، د هغوي درد کم کړي، او دغه هېواد کې د یووالي، حاکمیت، امنیت، ثبات او د مځکنئ بشپړتیا ساتنه وکړي.
په وروستیو ورځو کې، سوډاني چارواکو، ملګرو ملتو او نورو نړیوالو موسسو په الفاشر ښار کې «د چټک ملاتړ ځواک» د ملکي وګړو پر وړاندې د «وژلو او د بشري حقونوپه پراخې خلاف ورزئ تورن کړل. په دغو تورونو کې فوری پانسي کیدا ، بندی کیدا او د خلکو د بې ځایه کول شامل دي. دغه ځواکونه چې له یو کال څخه زیاته موده کیږی چې الفاشر ښار ئې کلابند کړی وو، د یکشنبې په ورځ ئې په دغه ښار برید وکړ. خو « د چټک ملاتړ ځواک» دغه تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو او ځاي سرچینو له مخې، په سوډان کې د کورني جګړې په ترڅ کې کابو ۲۰ زره کسان وژل شوي او له ۱۵ میلیونو څخه زیات کسانو د داخلي کډوالۍ او پناه غوښتنې پر مهال خپل کورونه پرېښي دي. د یو امریکایي پوهنتون د څېړنو له مخې، د قربانیانو شمیر کابو یولک دیرش زره کسان اټکل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4313676