د فاطمي معارفو د دودولو او د قرآن د زده کونکو د عبادتي، اخلاقي او هنري فعالیتونو د هڅولو په هدف سره د «یاس قرآن» په عنوان سره مذهبي او معنوي کمپاین پيل شو.

ایکنا نیوز راپور راکړ، دغه معنوي کمپاین د قدس رضوي مقدس آستان د قرآني چارو د مرکز په نوښت سره ، د حضرت فاطمة زهرا (س) د شهادت له شپو ورځو سره هممهاله پیل شوی دی. د کمپاین موخه د فاطمي مکتب خپرول او د قرآنيښوونځیو د زدهکوونکو نېکو، معنوي او هنري کارونو ته هڅول دي.
دا کمپاین په دریو برخو کې پلان شوی دی:
قرآني، اخلاقي او هنري.
ګډونوالو ته لازمه ده چې درې واړه برخې ترسره کړي؛ د کوثر د مبارکې سورې د تلاوت او د فاطمي سیرت پر بنسټ د یوې پټې نېکۍ له ترسره کولو رانیولې تر هغو هنري اثارو جوړولو پورې چې د حضرت فاطمةزهرا (س) له شخصیت سره مناسبت لري، د ا ټول د ګډون شرطونه دي.
ټول قرآني زده کونکي کولای شي په دې نوراني غورځنګ او حرکت کې برخه واخلي، او که څه هم کوچنی ګام وي، خو په لوی زړه سره د مهربانۍ د میرمنې یاد ژوندی وساتي.
د کمپاین د آثارو د لېږلو موده او څرنګوالی د لیندئ د میاشتې له ۱ تر ۱۰ پورې د ایتا په پیغامرسوونکي چینل کې د AbnaoReza121 له لارې اعلان شوی دی.