IQNA

د حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) د شهادت تسلیت ومنئ

17:17 - November 24, 2025
د خبر لمبر: 3492057
ایکنا نن دوشنبه د ۱۴۴۷هجري قمري کال د جمادي الثاني ۳یمه چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د نوامبر له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري، د اسلام د ګران پیغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) لور او د حضرت امام علي (علیه السلام) د ګرانې مېرمنې حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) د شهادت غمجنه ورځ ده.

ایکنانیوز راپور راکوي،د اهل بیت علیهم السلام درست مینوال په جوماتونو، امام بارګاوو، مذهبي ځایونو په تېره بیا په مشهد مقدس کې د امام رضا (علیه السلام) او په قم کې د حضرت بي بي معصومه (سلام ُالله علیها) په سپېڅلو حرمونو کې د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) د ګرانې لور د مظلومانه شهادت د ویر مراسم ترسره کوي.  

حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) د بعثت د پنځم کال د جمادي الثاني په ۲۰مه په مکې مکرمې کې دنیا ته سترګې رڼې کړې.

حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) له ماشومتوبه د نبي اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) تر لارښوونو لاندې له لوړو الهي معارفو سره بلده شوه. بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) د خدای تعالی د درګاه له خواصو وه او د الهي علومو له سرچینې یې ډېره ګټه پورته کړه.  

حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) په خپل ټول ژوند کې سخاوت، ایثار، بخښل، صبر، قناعت، د پالونکي عبادت او له کمزورو سره مرسته په غوره شکل وکړه او د حضرت امام حسن مجتبی (علیه السلام) او حضرت امام حسین (علیه السلام) په څېر تاریخ جوړوونکي او ستر انسانان یې په خپله لمنه کې وروزل.

حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (س) له ۱۸ کاله ژوند وروسته د ۱۱ هجري قمري کال د جمادي الاول په ۱۳مه او د یوه روایت په اساس د جمادي الثاني په درېیمه نېټه شهیده شوه.

د ایکنانیوز درست کارؤنکيد حضرت بي بي فاطمةُ الزَهرا (سلام ُالله علیها) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، آزادي غواړو په تېره بیا تاسو مینوالو ته تسلیت وړاندي کوي.۰

captcha