
ایکنانیوز د پروپاکستاني له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم دقرائت نړیوالې سبالۍ د پاکستان د دیني چارود وزارت په اهتمام سره پرون دوشنبې ورځې پیل شوي او تر څلورو ورځو پورې په دوام ولري. او د په دغو سیالیو کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو استازي ګډون کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی چارو استاد او د نړیوالو چارو نړیوال قاضي استاد غلام رضا شاه میوه اصفهاني د اسلامی ملګرتیا موسیسې د نورو غړو هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره د قضاؤت د پلاوي د غړی په توګه پکې ګډون کوي.
ددغو سیالیو پرانیستونکي دستورې د پاکستان د دیني چارو د زیر سردار یوسف په شتون سره د جناح کنفرانس په لوي هال کې ترسره شوې او تر څلورو ورځو پورې به دوام لري.
دغه سیالۍ په شپږو ډلو کې ترسره کیږي او په پاي کې به له هرې ډلې دوه قاریان د ورپسې مرحلې لپاره وټاکل شي.
ددغو سیالیو د نهائي مرحلې دستورې به د پنځو ګډون کونکو په ټاکلو سره په پنجشنبې ورځې ترسره شي او په همدې ورځ به په دوي کې د درو کسانو ترمیڼځ سیالۍ ترسره شي.
دا د پاکستان په تاریخ کې د لومړني ځل لپآره قرآنی سیالۍ دي چې ترسره کیږي او هیله ده چې دغه شان نړیوالې سیالۍ به هر کال د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو او د نورو نړیوالو هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره ترسره شي. او د اسلامی نړۍ د خلکو ترمینځ د کلتوري او معنوي پیوندونو دپیاوړتیا او د قرآن کریم په خدمت کې د غوره رول د لوبولو لپاره یوه ډيره په زړه پورې موقعه ده چې د سولې، وحدت او عشق ارزښتونه به پکې لازیات رابرسیره شي.
ټاکل شوې ده ددغو سیالیو د نهائي مرحلې په دستورو کېې به د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طه ، د مسجد الحرام او مسجد النبی ددیني چارود ادارې مشر شیخ عبدالرحمن السدیس او د حکومتي چارواکي او د دینی عالمانواو د جمعې دلمانځه د امامانو او دغه راز ځينو بهرنیو میلیمنو په شمول دستورې په جناح هال دغونډو په ځاي کې ترسره شي..
https://iqna.ir/fa/news/4318937