IQNA

د ایکنا؛له استادعبدالعزیزساشادینا سره مرکه!

د ارواښاد امام (رح) پیغام له قرآنه سرچینه اخستې او نړیوال پیغام دی

14:24 - December 06, 2025
د خبر لمبر: 3492115
ایکنا - د امریکا د ویرجینیا ایالت د جورج مېسن پوهنتون پخوانی استاد، عبدالعزیز ساشادینا،بل پرون ومړ. ایکنا په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له هغه سره یوه مرکه کړې وه. ساشادینا په دغې مرکه کې ویلي و: د امام خمیني (رح) پیغام چې له قرآنه ئې سرچینه اخستې ، نړیوال و او ټول مسلمانان یې مخاطب وو.

د ایکنا د راپور له مخې، عبدالعزیز عبدالحسین ساشادینا ( ۱۹۴۲- ۲۰۲۵) پرون د ۸۳ کلونو په عمرکې  وفات شو.

هغه د اسلامي مطالعاتو په تطبیقي څانګه،مسلمانانو یو ترټولو غوره  څيړاند، د شیعه کلام، بایو اېتیک او بشري حقونو کې له نامتو محقیقانو څخه و. هغه په یوې شیعه کورنۍ کې چې هندي ریښې ئې لرلې، د ختیځې افریقا په تانزانیا کې زېږېدلی او لومړنۍ زده‌کړې یې همدلته ترسره کړې. دا څو کلتوري چاپېریال له هماغه پیله د هغه ذهن د هویت، بل‌مننې او دیني خبرو اترو پر پوښتنو پرانیست؛ یو داسې فکر  چې په ټول  علمي ژوند کې  ورسره مل وه.

ایکنانیوز د هغه د مرکې ځیني برخې  چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کېورسره کړې وه ،ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.  شئ:

پروفسور ساشادینا چې د «قرآن کریم په سیرت او د امام خمیني (رح) تفکر » نومې نړیوال کنفرانس لپاره تهران ته راغلی ،، په مرکه کې وویل: زه دې کنفرانس ته د یوې مقالې د وړاندې کولو لپاره بلل شوی یم چې د اسلامی انقلاب د ستر لارذښود او قرآن کریم تر مینځ د اړیکې په اړه ده.

ساشادینا تشریح کړه: د امام راحل له نظره قرآن د الهام یو بنسټیز سرچینه ده او د هغه پیغام چې له قرآنه  ئې سرچینه اخیستې، نړیواله بڼه لري او د نړۍ  ټولو مسلمانانو ته متوجه دی. زه کولی شم تردې هم وړاندې لاړ شم او ووایم چې که نن سبا څوک د انسان د وجود معنوي اړخ او هغه پیغام ته چې قرآن د معنویت په اړه وړاندې کوي پام وکړي، نوهغه به د امام خمیني پیغام چې له قرآن څخه ئې الهام اخیستی دی، په زړه واوري.

ساشادینا د  «اسراء» سورې ۷۰  ته آیت په اشارې وویل چې فرمايي:

««وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّیِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى کَثِیرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیلًا:  یعنې  خداي  انسانانو ته پرته له جنس، نسل، قوم، عقیدې او نورو څخه عزت او احترام ورکړی دی. د «آدم» کلمه په قرآن کې د انسان عمومي نوم دی. دا د قرآن هماغه روح دی چې د امام خمیني (رح) په پیغام کې هم لیدل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4320954

captcha