IQNA

د عمان ۱۱۰ قرآني حافظانو د قرآن کریم د ختم په پروګرام کې ګډون وکړ

15:54 - December 30, 2025
د خبر لمبر: 3492239
ایکنا - د عمان د قرآن کریم  ۱۱۰ حافظانو د دغه هېواد په «صلاله» نومې ښار کې د ختم قرآن په پروګرام کې ګډون وکړ.

 ایکنانیوز د «عمان ډیلي» له قوله راپور راکړ، دغه مراسم د صلاله ښار د قرآني مرکز په نوښت، چې د عمان د قرآن کریم د پاملرنې له ټولنې سره تړاو لري، او د ظفار د ښاروال احمد بن محسن الغساني په څارنې سره فعالیت کوي، د دې مرکز د ۲۰۲۵ کال د کلني پروژې په چوکاټ کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د زده‌کوونکو پراخ ګډون موجود و او هغوی هغه څه چې د خدای تعالی له کتابه ئې یا بشپړ او یا هم په  سپارو (اجزاوو) کې حفظ کړي وو، تلاوت کړل.

په دغه قرآني محفل کې ۱۱۰ هلکانو او انجونو حافظانو په مختلفو ډلو کې پکې ګډون وکړ، چې نومونه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

د بشپړ قرآن حافظان: ۶ زده‌کوونکي

د ۲۰  سپارو یا اجزاوو حافظان: ۶ زده‌کوونکي

د ۱۵  سپارو یا اجزاوو حافظان: ۵ زده‌کوونکي

د ۱۰ سپآرو یا اجزاوو حافظان: ۱۲ زده‌کوونکي

د ۵  سپارو یا اجزاوو حافظان: ۴۱ زده‌کوونکي

د ۲  سپارو یا اجزاوو حافظان: ۴۰ زده‌کوونکي

د صلاله ښار د قرآني مرکز مدیر، رائد بن عوض بالخیر په دغو دستورو کې په یولړ څرګندونو کې وویل: په دې پروګرام کې د عمان د ټولنې بېلابیلو پرګنو هلکانو او انجونو چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته وو او د قرآن په تجوید کې ئې مهارت او د تلاوت اړینه وړتیا لرله، ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه: د دې پروګرام ارزښت په دې کې دی چې د قرآن کریم مقام ته پاملرنه پیاوړې کوي او د الهي وحې له کلام سره د حفظ، تلاوت او تدبر له لارې د اړیکې پر اهمیت ټینګار کوي.

بالخیر وویل: د حافظانو د قرآني زده‌کړو بیاکتنه او تثبیت، د نويو قرآني استعدادونو پېژندنه، د کورنیو او نړیوالو قرآني سیالیو لپاره د هغوی چمتو کول او هڅول، او همدارنګه د شوق، سیالۍ او ځان‌باورۍ رامنځته کول د دې ختم قرآن له مهمو موخو څخه وو.

د صلاله ښار د ظفار ولایت برخه ده، چې د عمان په سلطنت کې موقعیت لري. دا ښار د ولایت مرکز او د ظفار اصلي ښار دی او د عمان په جنوبي ساحل کې پروت دی.

https://iqna.ir/fa/news/4325618

captcha