
د ایکنا د راپور له مخې، د علوي سپېڅلي آستان د رسمي وېبسایټ په حواله، د امیرالمؤمنین حضرت علي علیهالسلام د مبارک زېږون او د «مولود کعبه اونۍ» د پیل په درشل کې، د قاریانو او زیارت کوونکو په ګډون یو نوراني قرآني محفل د علوي سپېڅلي حرم په انګړ کې جوړ شو.
د علوي سپېڅلي آستان اعلان کړی چې د امیرالمؤمنین علیهالسلام د نېکمرغه زېږون د کلیزې په مناسبت،دمولود کعبه اونۍ د جامع پروګرامونو د طرحې عملي کول پیل شوي دي.
په دې طرحه کې بېلابېل کورني او نړیوال پروګرامونه د هدفمنو ډلو پر بنسټ وېشل شوي دي، څو د ټولنې د بېلابېلو قشرونو تر څنګ نړیوالې ډلې هم تر پوښښ لاندې راولي؛ دا اقدام د دې مناسبت نړیوال بُعد ښيي او د علوي سپېڅلي آستان ځایګی د یو دیني او فرهنګي مرکز په توګه لا پیاوړی کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4325788