IQNA

په فلوریډا پوهنتون کې د جماعت د لمانځه په وړاندې د خنډ اچونکو پر ضد قضایي اقدام

6:33 - January 21, 2026
د خبر لمبر: 3492339
ایکنا - د امریکا د فلوریډا ایالت د هیلزبرو سیمې څارنوالۍ  هغو درو کسانو پر ضد د تور د  دوسیې د پیلولو اعلان وکړ، چې په پوهنتون کې ئې د مسلمانانو د جماعت د لمانځه په وړاندې مزاحمت او خنډ جوړ  کړی و.

  ایکنانیوز دسی این این  له قوله راپور راکړ، د محصلینو او حقوقي محفلونو د څارنوالۍ ددغې  پرېکړې هرکلی کړی دی، چې د فلوریډا د سویلي پوهنتون (USF) په انګڼ کې د مسلمانانو د جماعت د لمانځه په وړاندې د مزاحمت او خنډ جوړولو  په تور درې کسان محاکمه کیږي.

د قضایي چارواکو په وینا، «ریچارد پینکوفسکي»، «کریستوفر اسوچک» او «ریکاردو ایبز» د «عبادي غونډې په وړاندې خنډجوړول » او «نظم ماتونکي چلند» په تور محکوم شوي دي. دغه تورونه د ۲۰۲۵ کال د نوامبر په ۱۸ نېټه رامنځته شوي، چې له مخې ئې، تورنو کسانو  په قصدي توګه د ۱۱ محصلینو او د ټولنې د غړو ډلې ټارګټ کړې  او د جماعت د لمانځه د څو ځلې پرې کېدو سبب شوي، چې د جماعت لمانځه بشپړول ناممکن کړي.

د هیلزبرو څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، دا قضایي اقدام د فلوریډا د قوانینو د هغو  مادو  پراساس ترسره شوی، چې له مخې ئې د مذهبي غونډو په وړاندې د خنډ او مزاحمت ترسره کول جرم ګڼل کېږي. همدارنګه، دا هم ویل شوي چې که څه هم د امریکا د اساسي قانون له مخې د بیان ازادي خوندي ده، حتی که د سپکاوي کونکو خبرو څخه هم کار واخیستل شي، دا پرونده د «نفرت خپرولو جرمونو» په کټګورۍ کې نه ده ځای پر ځای شوې.

دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په پوهنتونونو کې د مسلمانانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او د هغوی د عبادت د آزادۍ لپاره د خوندي ځایونو تضمین د زیاتو محصلینو لپاره یوه جدي غوښتنه شوې. څارونکي باور لري چې په دې قضیې کې قضایي تعقیب یو مهم  ګام دی څو د قانون حاکمیت پیاوړی شي او دا پیغام ورکړل شي چې د عبادت په ګډو ناستو کې  خار پار اچول  یا د مذهبي غونډو ټارګټ کول نه یوازې د منلو وړ نه دي، بلکې د ځواب غوښتنې وړ هم دي.

https://iqna.ir/fa/news/4329413

captcha