IQNA

د مکې د قرآن په میوزیم کې د ؛کوفی مصحف؛ د تاریخي نسخې ننداره

15:27 - January 24, 2026
د خبر لمبر: 3492352
ایکنا- په ؛کوفی مصحف ؛ مشهور د قرآن کریم  یوه ډیره ارزښتمنه او تاریخي نسخه  چې  دپه لاس لیکلی یو نادر قرآن دی، د مکې مکرمې د قرآن په میوزیم کې  نندارې ته وړاندې شوی دی.

ینانیوز د عراق  رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړ،په مکې مکرمې کې  د قرآن میوزیم، د ؛کوفی مصحف؛ په نامې سره یوه ډیره ارزښتمنه تاریخي نسخه نندارې ته وړاندې کړې ده ، یوه داسې نسخه  چې د قرآن کریم د برابرولو په بهیر کې له مهمو شواهدو شمیرل کیږي.

دغه مصحف په لومړنیو پيړیو کې د اسلامی خوشخطئ  دهنر  پر بدلون یوه روښانه ګواهي ده.

دکلام الله مجید دغه نسخه ، له دوهمې یا دریمې قمری پیړئ سره  چې  له اتمې یا نهمې میلادي پيړئ سره  برابریږي، ورګرځي  او  په پوستکې باندې په کوفی خط سره لیکل شوې ده. یوه داسې ماده چې  دمصحفونو په لیکنې کې یو ترټولو پخوانۍ استعمالیدونکي ماده شمیرل کیږي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې دغه مصحف په افقې شکل سره برابر شوی ، داسې شکل چې د قرآن دکتابت په پیل کې دود ؤ او د هغه تاریخي دوران هنری او تخنیکي ځانګړتیا  منعکس کوي.

 د قرآن دغه نسخه د آل عمران سورې له پنځوسم آیت څخه پیلیږي او د عبس سورې تر پاي پورې دوام لري او د هغه مصف جزئي بیلګه ده چې په لومړنیو پړاؤنو کې دود شوې وه.

دغه مصحفونه  د قرآڼ د حفظ،زده کړې  او هم د دیني علومو د طلبه ؤ او عالمانو ترمینځ  د علمي  ودې د موخه لپاره ورڅخه استفاده شوې ده.

ددغه مصحف نمایش د قرآنی خزانو او د ناردو خطي نسخو د معرفي کولو لپاره  د مکې مکرمې د قرآن میوزیم  د رسالت په لړ کې ترسره شوی، او موخه ئې د مصحف شریف له تاریخ ، دعربی خط د تحول له کتنې  او د قرآن کریم د حفظ او کتابت لپاره  په پیړیو پيړیو کې د مسلمانانو له هڅو سره د کتونکو بلدتیا په خاطر ترټولو ممکنه ښکلي بڼه ده؛ یو داسې اقدام چې هغه ترڅنګ، د ؛ حرافرهنګي سیمې ؛  د لیدونکو معرفتی او کلتوری تجروبې له لوړولو سره هم ډيره مرسته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4329829

captcha