IQNA

په استانبول کې د قرآن ۱۱۴ نادرې نسخې نندارې ته وړاندې شوې

14:43 - January 26, 2026
د خبر لمبر: 3492364
 ایکنا - د قرآن کریم  ۱۱۴ نادرې نسخې چې له ۴۴ هېوادونو څخه غونډې شوې دي،د ترکیې د استانبول په یوه نندارتون کې د عامو خلکو لپاره نندارې ته کېښودل شوې دي.

  ایکنا نیوز د diffah په حواله راپور راکوي، دا نندارتون د یوې ځانګړي او فرهنګي پېښې په توګه د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاؤنو کې د قرآن د کتابت بهیر انځوروي؛ له ختیځه تر لوېدیځه، له منځنۍ اسیا تر اندلس پورې د بېلابېلو جغرافیائي سیمو له لارې.

دا نندارتون چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به دوام ولري، لیدونکي د قرآني لیکدودونو له پرمختګ سره بلدوي؛ له لومړني کوفي خط څخه رانیولې، تر نسخ، ثلث، دیواني او چاپ شوو قرآنونو پورې. همدارنګه، د هرې دورې د فرهنګي او سیاسي چاپېریال تر اغېز لاندې هنري او تزئیني توپیرونه هم په ډاګه کوي.

د نادره قرآنونو نندارتون د استانبول په فرهنګي ډګر کې یو نوی او مهم اقدام بلل کېږي؛ هغه ښار چې لا هم د اسلامي میراث د پلازمېنې په توګه ئې خپل ځایګی ساتلی او د هغو غونډو کړئ شوو فرهنګي  تولیداتو کوربه دی چې تېر او اوس سره نښلوي.

د ترکیې د دیني چارو مسئول، عثمان اونلو،په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل:دا نندارتون اسلامي جغرافیه په یوه ځای کې رانغاړي او ښئي چې قرآن څنګه، سره له دې چې ژبې او کلتورونه بېلابېل دي، خلک سره یو موټی کوي.

هغه زیاته کړه: د قرآن د لیکدودونو او تزئیناتو ډولوالی د بېلابېلو هنري مکتبونو څرګندونه کوي، خو په عین حال کې د تاریخ په اوږدو کې د قرآن د متن پر یووالي ټینګار هم کوي.

اونلو وویل: دا نندارتون یوازې پر هنري اړخ محدود نه دی، بلکې هغه ځانګړې پاملرنه هم څرګندوي چې د تاریخ په اوږدو کې قرآن کریم ته شوې ده، او دا روښانه کوي چې قرآن څنګه د یوه سپېڅلي متن په توګه د اسلامي علومو او هنرونو چورلیز او د ژبو او کلتورونو له توپیر سره سره د اسلامي امتونو د یووالي پُل پاتې شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4330175

captcha