ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت د قران کریم ځوانو او زلمیو قرانی قاریانو د ملی ټیم پنځم کیمپ بيل شوی او د زده کړې روزنیز او تخصصي پروګرامونو په ترسره کولو سره روان دي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسوه قرآن یکریم د زلمیو قاریانو د ملی ټيم پنځم روزنیز کیمپ چې د حضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې د آفتاب تربیتی کلتوري ټولګې کې د سلواغې له پنځلسمې نیټې راهسې پيل شوی دی.
د ملی ټيم غړي له خپلو مور پلار او د فاؤنډيشن له مسئولانو سره یو ځای د سلواغې په اولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوری نظام د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني د سپيڅلي حرم په زیارت کولو سره او د قرآن کریم په تلاؤت کولو سره له خپل ارواښاد امام سره خپل میثاق او عهد نوی کړ.
ایکنانیوز ددغو ولولناکو دستورو په اړه یو ویډیوئيپ کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4332618