
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت مقاومت کوونکي، په صحنې کې تل حاضر او انقلابی ولس ، هر کال د سلواغې د ۲۱ په شپې د اسلامی انقلاب د کلیزې د شکرانې پر مهال او د هغه قدرت چې نن سبا ورڅخه برخمن دی، د ۵۷ ۱۳ لمریز کال د سلواغې د میاشتې د تکبیرونو د یادونې په موخې سره د خپلو کورونو، جوماتونو او د امامباړو له بامونو څخه د «اللهاکبر»چغې پورته کوي چې دغه آسماني آواز د ایران ټولو ملي رسنیو،ټيلویژني او خبري چینلونو له خوا خپریږي.

همداراز د اللهاکبر د چغو له پورته کولو سره همهاله د درست ایران په آسمان کې، د روښنایۍ او آتش بازئ ولولناکې دستورې هم ترسره کیږی، او د خداي شکر ادا کوي.
د یادولو ده چې د سلواغې د میاشتې د ۲۲ نیټې یعني د یوم ا... ولولناکې او پرتمینې میلیوني دستورې په درست ایران کې په تیره بیا په تهران کې په یوه وخت نن سهار له نهو بجو څخه ترسره کیږي او د ایران او نورو هیوادونو کابو ۷۷۰۰ خبریالان دغه دستورې راپوروي.

وروستي راپورونه ښئ چې په درست ایران کې دغه میلیوني او ولولناک لاریونه دوام لري او د ایران ولس یو ځل بیا له خپل انقلاب سره بیعت نوی کړ او پخپل یووالی او اتحاد سره ئې وښودله چې هیڅکله هم د دښمنانو په شنو باغونو او دوکو نه غولیږي او هیڅکله به دښمن ته د درز او نفاق درامینځةکونکو دسیسو د کامیابولو اجازت ورنه کړي.

د تهران ریډیو درست کارکونکي د یوم ا... د ولولناکې او پرتمینې ورځې په مناسبت د نړئ درستو پتمنو په تیره بیا د ایران انقلابی او شجاع ولس ته د زړه له کومې مبارکي وائي.








https://iqna.ir/fa/news/4333797