
ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی، آماد دیالو، چې د منچسټر یونایټډ د فوټبال ټیم مسلمان لوبغاړی دی، د سیالیو لپاره په خپل چمتووالي کې د قرآن د رول او په خپل ورزشي ژوند کې د دې سپېڅلي کتاب د اهمیت په اړه ئې خبرې کړې دي.
د منچسټر یونایټډ کلب د خپلې رسمي عربي ژبې «ایکس» (X) پاڼې له لارې د شنبې په ورځ د دیالو د مرکې یوه برخه خپره کړه، چې پکې هغه د قرآن اغېزې بیانوي.
دغه ځوان د عاج ساحل وینګر وویل: له سیالیو مخکې زه خوښوم چې قرآن واورم، ځکه دا راته ډېره انرژي راکوي. هغه زیاته کړه: زه د موسیقۍ پر ځای قرآن اورم.
دیالو په یوه بشپړه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ د کلب په انګریزي ژبې اکاؤنټ کې خپره شوه، خپل ورځنی مهالوېش داسې بیان کړ: «عموماً سهار وختي له خوبه پاڅېږم، په کور کې بدني تمرینونه کوم، لمونځ ادا کوم، او کله چې دلته راورسېږم، یو سپک خوراک کوم.»
هغه دوه کاله مخکې هم په ایکس ټولنیزه چینل کې داسې انځورونه خپاره کړي وو چې پکې هغه د آیةالکرسي تلاوت کاوه.
دیالو تر دې وړاندې هم د منچسټر یونایټډ له رسمي وېبپاڼې سره په مرکه کې د خپلو عقایدو په اړه ویلي وو: «الحمدلله، زه هره ورځ لمونځ کوم او د بسمالله په ویلو سره سیالیو ته داخلیږم. له هرې لوبې وروسته هم د خدای شکر ادا کوم. د روغتیا او قدرت لپاره چې خدای راته راکړی، دعا کوم، او دا د هر مسلمان دنده بولم.»
https://iqna.ir/fa/news/4336274