
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په سېمه کې د شخړې د کمولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی وو، په دې شرط چې زموږ د ګاونډي هېوادونو هوايي حریم، خاوره او اوبه د ایران د خلکو پر وړاندې د برید لپاره ونه کارول شي؛ مګر دا چلند تقریبا سمدستي زموږ د وړتیاوو، ارادې او نیت په اړه د ولسمشر ټرمپ په غلط برداشت سره له منځه ولاړ.
عراقچي ټینګار وکړ: د ښاغلي ټرمپ د یوې اونۍ بلاغوښتنو تراوسه د امریکا پوځ ته ۱۰۰ میلیارده ډالر لګښت له ځان سره درلود، له دې سربېره هم هغه ځوان عسکر چې له لاسه تللي دي. د بازارونو په پرانیستل کېدو سره، دا لګښت به په ښکاره توګه زیات شي او په نهایت کې لوګی به یې په مستقیم ډول د امریکا د عادي خلکو سترګو په ځانګړی توګه د سونګو ځایونو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه: د ټرمپ د دولت د ملي اطلاعاتو شورا، چې د امریکا د ۱۸ استخباراتي بنسټونو د ارزیابۍ پایله ده، دې پایلې ته رسېدلې وه چې د ایران پر وړاندې جګړه به له ماتې پرته بله پایله ونه لري. ما هم د ښاغلي ټرمپ استازو ته خبرداری ورکړی وو چې جګړه، د دوی د چانه وهلو موقعیت به بهتره نه کړي. آیا دا خبرداریانې هغه ته ورسېدې؟
عراقچي وویل: د امریکا خلکو په لوېدیځه آسیا کې لوړ لګښت لرونکو شخړو پایته رسېدو ته رایه ورکړه. مګر په بدل کې یې، اوس له یوه داسې دولت سره مخ دي چې نتانیاهو له لسیزو ناکامو هڅو وروسته، بلاخره وتوانېد هغه وغلوي څو د اسرائيلو پر ځای وجنګېږي.