IQNA

روسیې د ایران خلاف د امریکې او اسرائيلو د یرغل د بندیدو لپاره امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده ورکړه

16:00 - March 09, 2026
د خبر لمبر: 3492545
روسیې په لویدیځې آسیا کښې د نښتو د ختمولو د پریکړه لیک مسوده، امنیت شورا ته وړاندې کړه.

روسیې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې چې په لویدیځې آسیا کښې د شخړو له سختیدو وروسته نښتې بندې کړي او مذاکراتو ته راستانه شي.

د روسیې په وړاندیزي پریکړه لیک کښې راغلي چې امنیت شره ټول اړونده لوري په کلکه تشویقوي چې بې له هیڅ ډول څنډه مذاکراتو ته راستانه شي او په بشپړه توګه له سیاسي او ډیپلماټیکو اوزارونو کار واخلي.

دغه پریکړه لیک زیاتوي: امنیت شورا دې د ملګرو ملتو د منشورا په اهدافو او اصولو باندې په دوباره ټینګار سره، د هر هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ خلاف د زور کارول ممنوع کوي.

د روسیې د وړاندیزي پریکړه لیک په یوه بله برخه کښې راغلي چې امنیت شورا په لویدیځه آسیا او له هغې ورآخوا په ټولو هیوادونو کښې د امنیت د ضمانت پر اهمیت ټینګار کوي.

Parstoday

captcha