IQNA

 د مصر د قرآن د حفظ نړیوالو سیالیو د مقدماتي مرحلې پيلیدا

15:56 - March 30, 2026
د خبر لمبر: 3492618
ایکنا-  د مصر د قرآن د حفظ او مفاهیمو د نړیوالو سیالیو د درې دیرشمې مرحلې د مقدماتي پړاؤ امتحانونه د وری د میاشتې  په شپاړسمې یکشنبې  ورځې پیلیږي او د همدغې میاشتې تر۲۶ نیټې پورې به دوام ولري.

ایکنانیوز  د مصری الیوم له قوله راپور راکړ، دغه  ازموینې  په درست مصر کې دسیمه  ایز مدیریتونو  په دفترونو کې ترسره کیږي.

مصر د اوقافو وزارت د اعلان شوو معیارونو په اساس د کاندیدانو د صلاحیّت  له تائيدیدا وروسته په دغو امتحانونو کې د ګډون لپاره د انټرنیټ له لارې نامې خپرې کړي دي.  امتحانونه به  په اړونده  دفترونو کې  د  مشخص شوو ضوابطو په اساس ترسره کیږي.

 په ټاکل شوو وختونو  کې  شتون!

 د مصر د اوقافو وزارت  ټولو مدریرتونو او ګډون کونکو ته وئيلي دي،  له امتحانونو سره اړونده دستور العملونو ته دې پابنده ووسي او  په ټاکل شووو وختونو کې دې شتون ولري.  د تضمین کونکو قواعدو  او اصولو بشپړ  رعایتول په ټولو ګډون کونکو کې د فرصتونو او شفافیّت برابرول دي.

دغه سیالۍ په مختلفو  څانګو کې ترسره کیږی چې  د قرآن  د درک  او حفظ  د مخلفو سویو  دډولوالي منعکس کونکي دي .  د اوقافو وزارت  دهڅو په جوکاټ کې  دغه پیښه  د حافظانو  او د هغوي د وړتیاؤ او  د مداحانو  د پيژندګلوئ او د  قرآن دحفظ او د هغه د معنو د درک  د هڅونې لپاره  ده.

https://iqna.ir/fa/news/4343201

captcha