IQNA

په قران کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/ 20

مقاومت کونکو مبارزانو ته الهي ډالۍ او جایزه

14:33 - April 06, 2026
د خبر لمبر: 3492637
ایکنا- قرآن کریم په ځينو آیتونو کې د خداوندمتعال د نصرت او مرستې خبرې کوي؛د مثال په توګه فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ» (محمد: 7).خداي تعالی له انسانانو څخه په داسې حال کې مرسته غوښتې، په داسې حال کې چې د آسمانونو او مځکې لښکریان د هغه فرمان ته غوږ دي او پخپله حکیم او عزیز دی ؛ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» (آل عمران: 126).

 د انسان به څیر له محدودو  مجوداتو څخه دالهی نصرت غوښتنه   د هغه د امتحان او انګیزه ورکونې لپاره ده او که په دغه امتحان کې بریالی شي، نو جایزه ترلاسه کوي؛ مثلا  جبهې ته د ځواک د لیږد په باب  فرمائي؛    قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ» (توبه: 14)؛یعنی له دښمن سره مقابله وکړئ چې خداوند  د تاسو مرستیال دی او  د تاسو په لاسونو سره کافرانو باندې عذاب  نازولي.::

البته هغه مهال چې مبارزان  دجنګ میدان ته ځي او الهی معجزې ویني ، نو له لالوړ معرفته برخمن کیږي؛ نو ځکه  د قرآن  تعبیر لا ژوریږي او فرمائي؛ فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ» (انفال: 17)؛تاسو کافران نه دی وژلي ،بلکې خداوند ؤ چ ې د جبهې چارې  ئې اداره کړې او کافران ئې له مینځه یوړول.:

پر دې اساس  د لارې په پیل کې  د مجاهدینو د هڅولو  او  د هغوي د روانیدا  د لارې لپاره بیانوي؛ مبارزه وکړئ چې خدای دتاسو مرسته کوی، البته هغه مهال چې  د خداوندمتعال بلنه ئې ومنله، نو ددغه صالح عمل جایزه افعالی توحید ته  په رسیدا کې یو ځيری دی.

 په افعالی توحید معرفت ، یوه داسې ترټولو برلاسه جایزه ده خداوند سبحان  ئې  مقاومت کونکي مبارز ته ډالۍ کوي. دا چې  خداوند متعال  د هغوي هرڅه او ولی دی؛ حتی  هغه غشی چې  له لیندئ ویشتل کید، نو د مجاهدینو په اختیار کې نه ؤ  او خداي تعالی  دی چې  هغه په هدف غورځوي.؛ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى»(انفال: 17).

https://iqna.ir/en/news/3496968

captcha