
ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت روغتیائي چارو د وزارت په ملتیا سره د ایران د اهواز د طبی علومو د پوهنتون د قرآن او عترت د ادارې له خوا د روغتیائي چارو د وزارت د استاذانو،محصیلینو او کارکؤنکو ته مخصوص ، د ؛استقامت پر مدار عمومي کمپاین ترسره کوي.
په دغه قرآنی کمپاین کې چې په پوهنتوني ټولنې کې د مقاومت او استقامت د کلتور د بیانولو په موخې سره پلان شوی دی، ګډون کونکو په دوو جلاجلا برخو کې خپل آثار وړاندې کولی شي.
د محصیلینو لومړنی برخه محصیلینو ،کارمندانو او د علمی هئيت وګړو ته بیّله ده چې، د خپلې خوښې (قرائت،ترتیل یا ساده) د پتمنئ د درس ، جهاد او مقاومت په موضوع سره له قرآن کریم څخه یو آیت وړاندې کړي.
دوهمه برخه ، د علمي پلاوي غړو (له کلتوری امتیاز سره یوځاي) ته بیّله ده چې د الهی نصرت، داستقامت د جایزې، د مقاومت د جبهې د بریالیتوب، د مقاومت او سرښیندنې ،دولایت د چورلیز د انسجام او همداراز د درملنې د عملې د قربانئ او سرښیندنې په څیر مفاهیمو بیانولو باندې مشتمله ده.
په دغه کمپاین کې ګروهمن کسان خپل آثار د ویډیوئي فایل په چوکاټ کې ډیر تر ډيره تر درو منټو پورې له خپلې نامې او د پوهنتون له نامې او د تحصیلې څانګې د نامې له لیکلو سره یو ځاي د ایټا پيغام رسؤنکي چینل له لارې په amgsd۲۰۲۰ آئي ډي باندې راستولی شي.
همداراز د لازیاتو اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره په ایټا چینل کې د quran_behdasht په ایډریس سره د ایران د اسلامی جمهوریت د طبی علومو د قرآن او عترت چینل سره یوځای کیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4346547