IQNA

قرآن «ملعون قاریان» هم لري؛ دین   د دنیا په بدل کې ونه پلورو

13:23 - May 02, 2026
د خبر لمبر: 3492712
ایکنا-  د لبنان یوه مخکښ قاری حاج حسین حمدان، په یولړ څرګندونو کې وویل چې قرآن «ملعون قاریان» هم لري، او  د «مشاري العفاسي» افکار او باورونه یوازې پر هغو کسانو اغېزې کوي چې د ده په شان خپل دین د دنیا د مال لپاره پلوري، او د هغه  له خبرو یوازې ظالم  او فاسدو واکمنان    خوند  اخلی ور څخه خوشالیږي.

یکنانیوز   راپور راکوي،  دکویت یو مشهرو ظاهری قاری  او د کویت د لوي جومات امام مشاري العفاسي، په دې وروستیو کې  د «تبت یدین ایران واللي مع ایران» تر عنوان لاندې یو کلیپ خپور کړی، چې پکې یې هغو ټولو کسانو ته چې له اسلامي ایران سره همکاري لري، خطاب کړی او خپله اصلي څېره ئې نړۍ ته ښکاره کړې ده. هغه په دې کلیپ کې د «تبت یدا ابي لهب وتب» آیت تحریف کړی او شعار ورکوي: د ایران او اخوان المسلمین لاسونه پرې شي، پرته له دې چې په  غزې کې د صهیونيسټي رژیم جنایتونو او د بې ګناه نجونو وژنې ته کومه اشاره وکړي.

هغه په دې کلیپ کې د ځینو عربو هېوادونو د حاکمو رژیمونو مشران هم وستایل. دا کویتي قاري، چې له خپل شهرت څخه ئې ناوړه ګټه اخیستې او د ځینو عربو حکومتونو په لاس کې یوه وسیله ګرځېدلې، مخکې له دې یې هم له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې د ایران پر وړاندې د دوزخ دروازې پرانیزي.

په دې تړاو، ایکنا  د لبنان له قاري او د نړیوالو قرآني سیالیو له قاضي حاج حسین حمدان،سره مرکه کړې ده. حمدان ټینګار وکړ چې د مشاري العفاسي وروستي دریځونه شیطاني دي او له قرآن سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د مائده سورې ۴۴ آیت ته اشاره وکړه: چې فرمائي؛ وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ  «او زما آیتونه په لږ قیمت مه پلورئ، او څوک چې د الله د نازل کړي حکم خلاف پرېکړه وکړي، هغوی کافران دي.

هغه وویل: د دې کویتي قاري خبرې الله نه خوشحالوي، بلکې ظالم واکمنان خوشحالوي. د هغه دریځونه شیطاني دي او له قرآن سره هېڅ تړاو نه لري. هغه کسان چې د الله د نازل کړي احکامو پر بنسټ حکم نه کوي، ظالمان، کافران او فاسقان دي. ډېر داسې قاریان شته چې قرآن پرې لعنت  کړی  دی.

هغه د اسلامي نړۍ پر عامه افکارو د مشاري العفاسي د اغېزو په اړه وویل: د هغه افکار یوازې پر هغو کسانو اغېز کوي چې د ده په شان خپل دین د دنیا لپاره پلوري، خو هوښیار خلک ئې د ناوړه او شیطاني کړنو له امله غندي.

دغه لبناني قاري د قرآني فعالانو، قاریانو، حافظانو او مداحانو دنده هم بیان کړه او وې ویل: بیداره اسلامي ټولنه باید ټینګار وکړي چې قرآن د تدبر کتاب دی، نه یوازې د ښکلي غږ او تلاوت لپاره. د قرآن پیغام دا دی چې هر څه په خپل سم ځای کې واچول شي.

هغه د دې قاري د تلاوتونو د لرې کولو په اړه وویل: د هغه تلاوتونه باید له ټولو راډیوګانو، تلویزیونونو او ټولنیزو چینلونو  لیرې شي، څو خلک دا فکر ونه کړي چې دین یوازې ښکلی غږ دی.

هغه دا هم وویل چې ولې یو څوک لکه مشاري العفاسي، چې د خپل ښکلي غږ له امله مشهور دی، داسې دریځ نیسي: د هغه غږ که څه هم ښه دی، خو د اخلاقو او ادب حدونه ئې مات کړي. هغه د داسې سپي مثال لري چې که ئې تعقیب کړې او که ئې پرېږدې، بیا هم غاپي

هغه زیاته کړه چې په لبنان او اسلامي نړۍ کې به د هغه دریځ د خلکو له خوا رد او مسخره شي.

په پاي کې ئې ټینګار وکړ چې د قرآن له اصلي معناوو څخه د ګټې اخیستنې او د انحراف د مخنیوي لپاره باید قرآن په ریښتینې معنا، هم ظاهري او هم باطني ډول وپېژنو. لکه څنګه چې الله تعالی د محمد سورې ۲۴ آیت کې فرمایي: «ایا هغوی په قرآن کې فکر نه کوي، که پر زړونو یې قلفونه لګېدلي دي؟»

قرآن د بلعم بن باعورا کیسه هم بیانوي، چې یو صالح او عالم انسان و، خو وروسته یې د شیطان لار غوره کړه. الله تعالی د اعراف سورت ۱۷۵ او ۱۷۶ آیتونو کې فرمایي: وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ(۱۷۵) وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ(۱۷۶ ) هغه کس چې مونږ خپل آیتونه ورکړي وو، خو له هغوی څخه واوښت، او شیطان یې پسې شو او له ګمراهانو څخه شو. که مونږ غوښتلی وای، د همدې آیتونو په وسیله به مو لوړ کړی وای، خو هغه د دنیا خواته مایل شو او د خپل نفس پیروي یې وکړه، نو مثال یې د سپي په شان دی چې که ورباندې حمله وکړې یا یې پرېږدې، بیا هم ژبه راباسي. دا د هغو خلکو مثال دی چې زموږ آیتونه یې دروغ وګڼل؛ نو دا کیسه ورته بیان کړه، ښايي فکر وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4348944/

captcha