IQNA

دغزې دبندر  د دیوالونو په نقاشئ کې دصمود کشتیو  له کاروان سره پیوستون

16:13 - May 07, 2026
د خبر لمبر: 3492738
ایکنا- یوې فلسطیني هنرمندې  د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ،  په دیوال باندې په هنري نقاشې  کې  د صمود په نامې سره  د مرسته  کونکو کشتیو  له کاروان سره  د پيوستون  د اعلان په خاطر  د مقاومت په بیلګې سره  یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .

ایکنا- یوې فلسطینۍ هنرمندې د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ،  په دیوال باندې په هنري نقاشې  کې  د صمود په نامې سره  د مرسته  کونکو کشتیو  له کاروان سره  د پيوستون  د اعلان په خاطر  د مقاومت په بیلګې سره  یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،  دغه فلسطیني هنرمندانو  د تیرې یکشنبې په ورځې  دغزې بندر په پلیټ فارم کې  د سمندر په لور  چې مودې کیږي،  د کلابندئ اوکړاؤ او دردونو شاهد دی، په لويدیوال باندې  یوه نقاشي  جوړه کړې چې  د صمود په نامې سره  دمرستندویه کشتیو  له کاروان سره د پیوستون او  په سمندر کې پر دغو کشتیو  داسرائيلي وحشي رژيم  دحملې په محکومیّت کې  دمقاومت او سمبول  ګرځیدا انځور  کړې ده.

 په دغه لوي دیوال باندې په نقاشې کې  د ترکیې، پشمول د  بیلابیلو هیوادونو بیرغونه ، د لوي سمندر  د کشتیو  دصحنوترڅنګ   انځور شوي چې د  سمندر په نړیوالو اوبو کې  حرکت کوي.

د وئيلو ده چې د صمود  نومې بشر دوستانه  مرستدویه کشتیو لوي کاروان  چې خپل ماموریت  ئې د ۲۰۲۶ کال  د پسرلي په نامې سره  د ایټالیا له سیسیل ټآپو څخه پیل کړی ؤ،  له کرټ ټاپو سره نزدې په نړیوالو اوبو کې  د صهیونیسټي رژيم د وحشي پوځیانو له بوږنونکي حملې سره مخ شو.

په دغه ماموریت کې  د نړئ له ۳۹ هیوادونو څخه  د سولې کابو ۳۴۵ فعالانوشتون درلود . راپورونه ددې ښودنه کوي چې  اسرائيلي وحشی پوځيانو ۲۱کشتئ درولي دي، په داسې حال کې  چې یوشمیر نوره کشتئ هم بریالۍ شوې ځانونه د یونان ساحلي اوبو ته ورسوي.

https://iqna.ir/fa/news/4350417

captcha