
د ایکنا د راپور له مخې چې د فلسطین د اطلاعاتو مرکز څخه ئې نقل کړی، ګوارډیولا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا لوبغاړي باید له فوټبال پرته نورو موضوعګانو کې له نظر ورکولو ډډه وکړي، وویل:
«ایا ته هم باید په هغو موضوعاتو کې لاسوهنه ونه کړې چې له تا سره تړاو نه لري؟ ته دلته یوازې د کریسټال پالاس د لوبې په اړه د پوښتنې لپاره یې.
هغه زیاته کړه: خو بیا هم ځواب درکوم… فوټبالران د میلیونونو خلکو لپاره بېلګې دي او د هغوی د غږ اغېز لري، نو ځکه حق لري چې د اړتیا پر مهال خپل نظر څرګند کړي.»
هسپانوي روزونکي وویل: که ستا کورنۍ هلته د کورونو تر کنډوالو لاندې وای، آیا بیا به هم دلته ولاړ وې او د هغه لوبغاړي په اړه به دې خبرې کولې چې یوازې د توپ پسې منډې وهي؟ یقیناً نه.
ګوارډیولا په دوام کې ټینګار وکړ: ته دا نه شې ټاکلی چې مونږ باید د څه شي په اړه خبرې وکړو، او د لامین دریځ هغه څه دي چې باید پرې ویاړ وشي؛ داسې دریځ چې اوس د ټولې نړۍ د بحث موضوع ګرځېدلې ده.»
https://iqna.ir/fa/news/4351988