
د ایکنا د راپور له مخې، د عباسي مقدس آستان اړونده د سټراتیژیکو مطالعاتو اسلامي مرکز ویلي: د قرآن کریم ژباړه یو خپلواکه علم ګڼل کېږي چې ځانګړي اصول او قوانین لري. دا چاره غواړي چې ژباړن رښتینی، باوري او لږ تر لږه د دوو ژبو (مبدأ او مقصد) پراخه پوهه ولري. همدارنګه ژباړن باید له نورو ژبو او اړوندو علومو سره هم بلد وي څو خپله ژباړه له نورو ژباړو سره پرتله او ترې ګټه واخستل شي.
د قرآن کریم ژباړن باید د قرآني علومو او حدیثو سره اشنا وي او د بېلابېلو دیني عالمانو سره دوامدارې اړیکې او مشورې ولري. همدارنګه ژباړن پابند دی چې د پخوانیو ژباړو له تېروتنو بشپړ خبر وي، څو د هغو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.
نن سبا په روسیې کې د قرآني علومو ډېری څېړنې تر ډېره د ختیځپوهنې د دودونو تر اغېز و لاندې دي. د مسلمانو څېړونکو ښوونیز او تبلیغي فعالیتونه ختیځپوهان دې ته اړ کوي چې پر حدیثو او تاریخي متنونو تمرکز وکړي او کله ناکله د قرآن له نیمګړو تفسیرونو ډډه وکړي. دغو ژباړو د روسي ژبو مسلمانو ټولنو ترمنځ د پام وړ هرکلی ترلاسه کړی، ځکه هغوی د قرآن د کلماتو د معناوو د درک لېواله وو.
د قرآن کریم لومړنۍ ژباړه روسي ژبې ته د ډاکټر سمیه عفیفي له خوا ترسره شوه، چې د قاهرې د عین شمس پوهنتون د ژبو پوهنځي د سلاوي ژبو د څانګې د روسي ژبې استاده وه. هغې دا ژباړه په ۱۹۹۵ کال کې پیل کړه او په ۲۰۰۰ کال کې ئې د الازهر د یوې کمېټې تر څارنې لاندې بشپړه کړه. دغه ژباړه د روسي ژبو مسلمانانو له ښه هرکلي سره مخ شوه، ځکه هغوی د قرآن کریم د معناوو د پوهېدو لېوالتیا لرله.
په روسیې کې د ختیځپوهنې مطالعاتو سره ګروهنه ،د نولسمې میلادي پېړۍ له پیله زیاته شوې.
د عربي ـ اسلامي ختیځپوهنې رسمي مطالعه د پیټر کبیر د واکمنۍ پر مهال پیل شوه او د قرآن کریم لومړنۍ روسي ژباړه په ۱۷۱۶ میلادي کال کې بشپړه شوه. دا ژباړه د ډاکټر پیتر پوستنکوف له خوا د قرآن له فرانسوي ژباړې څخه ترسره شوه، کومه چې فرانسوي ختیځپوه دوري په ۱۶۴۳ کال کې کړې وه.
خو د قرآن لومړنۍ مستقیمه ژباړه له عربي څخه روسي ژبې ته په ۱۸۷۸ میلادي کال کې د سابلوکوف (۱۸۵۴-۱۸۸۰م) له خوا ترسره شوه، چې په عربي ژبه ښه پوهېده. دا ژباړه له ۱۸۷۹ څخه تر ۱۸۹۸ پورې څو ځله بیا چاپ شوه.

موخلینسکي (۱۸۰۸-۱۸۷۷م) چې عربپوه و، قرآن یې د بلاروسي او پولنډي ژبو ته هم وژباړه، څو په بلاروس، پولنډ او لیتوانیا کې مېشت مسلمان تاتاریان ترې ګټه واخلي.
د روسیې ستر شاعر پوشکین د اسلام دین او قرآن کریم سره دلچسپي یوازې د خیال او تشې له امله نه وه، بلکې دا د عربو د تاریخ، تمدن، ادبیاتو او قرآني آثارو د ژورې مطالعې پایله وه.
مشهور روسي ختیځپوه، کراچکوفسکي (۱۸۸۳-۱۹۵۱م) چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمائي کې یې نوم په روسیې کې ډېر وځلېد، د ختیځپوهنې په برخې کې د علمي څېړنو او زدهکړو لپاره ډېرې هڅې وکړې.
په ۱۸۵۹ میلادي کال کې د هغه کتاب د «د قرآن بشپړ فهرست یا د هغو کلمو او عبارتونو پېژندنه» تر عنوان لاندې خپور شو.
د شلمې پېړۍ په پیل کې اوکرایني څېړونکي کریمسکي د قرآن د څو سورو ژباړه له تفسیر سره یو ځای خپره کړه، خو خپله پروژه ئې بشپړه نه کړه.
د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، د قرآن ژباړې ته پاملرنه، په ځانګړي ډول د پخواني شوروي جمهوریتونو کې، په څرګند ډول زیاته شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4324381