
د ایکنا د راپور له مخې چې د «عاجل» له قوله ئې راکړی ،راغلي دي، د سعودي د حج او عمرې وزارت د ترویه ورځې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلان کړی او ویلي ئې دي چې د حاجیانو د منا پر لور د لېږد لپاره ټول میداني او عملیاتي ترتیبات د یوه منظم پلان له مخې بشپړ شوي دي. دا پلان د حاجیانو د حرکت تنظیم، د هغوی کمپونو ته د رسولو او په مقدسو ځایونو کې د وړاندې کېدونکو خدماتو د څارنې لپاره جوړ شوی دی.
د دې وزارت دندو کې د حاجیانو حرکت له استوګنځایونو او د مېلمستیا له مرکزونو څخه تر منا پورې څارل، کمپونو ته د هغوی د داخلېدو د بهیر ارزونه، لارښوونه او پوهاوی ورکول، او همدارنګه د حج د ۱۴۴۷ کال د تصویب شویو عملیاتي پلانونو له مخې د حاجیانو مرسته کول شامل دي، څو ټاکلو ځایونو ته په اسانه ورسېږي.
وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سره هڅه کړې چې په منا کې د استوګنې، خوړو او ترانسپورټ خدماتو لپاره عملي چمتووالی بشپړ کړي. سربېره پر دې، د میداني څارنې کچه ئې لوړه کړې، څو ستونزې ژر ثبت او په مستقیم ډول ورته رسېدنه وشي، او په دې توګه د مقدسو ځایونو په لومړیو پړاوونو کې د حاجیانو د خدمتونو کیفیت لوړ شي.
دغه هڅې د ګډو عملیاتو او تنظیم د مرکز، د څارنې او کنټرول د مرکز له لوري هم بشپړېږي؛ دا مرکزونه د حرکت، خدماتو او عملیاتي ځانګړنو پر دوامداره څارنې سربېره، میداني ټیمونو ته اړین معلومات برابروي، څو په هر هغه احتمالي خنډ رسېدنه وکړي چې د حرکت پر روان بهیر یا د خدمتونو پر کیفیت اغېزې کولی شي.
«یوم الترویه» د حاجیانو په سفر کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه دا په منا کې د پراخو میداني فعالیتونو د پیل نښه ده او دا څرګندوي چې ټولې ادارې باید په ګډه هڅه وکړي څو حاجیان وکولای شي د حج مناسک په اسانتیا او ذهني ارامۍ ترسره کړي.
د ذیالحجې اتمه ورځ، چې د نن ورځې د غويي له څلورمې سره برابره ده، «یوم الترویه» بلل کېږي؛ هغه ورځ چې د وحې د ټاټوبي زائران د حج تمتع د اعمالو او مناسکو لپاره چمتووالی نیسي.
«الترویه» د اوبو د زېرمه کولو معنا لري، ځکه په پخوانیو وختونو کې حاجیان اړ وو چې د عرفات د تم کېدو او په مشعرالحرام کې د شپې تېرولو لپاره د اوبو زېرمه برابره کړي، له همدې امله دې ورځې ته «یوم الترویه» ویل کېږي.
همدارنګه په همدې ورځ د رسول الله ﷺ کاروان د حجةالوداع پر مهال له مکې څخه ووت او د منا له لارې د عرفات پر لور روان شو.
د بیتالله الحرام حاجیان په دې ورځ د حج تمتع نیت کوي او له احرام تړلو وروسته له مکې څخه د منا پر لور حرکت کوي، هلته شپه تېروي او د عرفې د ورځې په سهار، چې د ذیالحجې نهمه ده، د «عرفات» پر لور روانېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4354212