IQNA

د پاکستان غوره شخصیتونو ووئيل؛ د ایران د ملت سرلوړي د امام خمیني په  برکت ده 

7:04 - June 03, 2026
د خبر لمبر: 3492864
ایکنا - د  پاکستان په اسلام  اباد  کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر   د رحلت د کلیزې د لمانځنې مراسم ترسره شول. ویناوالو د مظلومو ملتونو د دفاع او د ظلم پر ضد د مبارزې په برخې کې د حضرت امام خمیني (رح) د انقلابي او د اتحاد  او  یووالي رامنځته کوونکې روحیې ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د ملت عزت او سرلوړي د حضرت امام خمیني (رح) پامته داره ده او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه‌ اي پاکې وینې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د مقاومت  قدرت  لا زیات کړی دی.

ایکنانیوز د ایرنا  له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د امریکا ـ صهیونیستي دښةن د تپلي  جنګ  د شهیدانو د درناوي غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربه‌توب د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌آباد کې جوړه شوه.

په دغو مراسمو کې د پاکستان یو شمېر مخکښو سیاسي او مذهبي شخصیتونو، پوهانو، د پوهنتون استادانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. دوی  د ایران په ضد د رمضان جنګ  د شهیدانو او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت الله سید علي خامنه‌ اي (رح) د یاد او خاطرې  درناوی وکړ او د حضرت امام خمیني (رح) د شخصیت، د ایران د اسلامي انقلاب د سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزو او د اسلامي ارزښتونو د دفاع او نړیوال استکبار پر ضد د هغه د نظریاتو په اړه ئې خبرې وکړې.

شخصیت‌های پاکستانی: سرافرازی ملت ایران مرهون امام راحل است / دشمنان ایران رسوا شدند

په پاکستان کې  د ایران سفیر ، Reza Amiri Moghadam، د ذوالحجې د مبارکو اخترونو په مبارکئ وئيلو  او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د رحلت د کلیزې په مناسبت  په تسلیّت وئیلو سره زیاته  کړه؛ مونوږ ویاړو چې د دغه هوښیار او ستر رهبر له وفاته ۳۷ کاله وروسته هم د ایران ملت او د نړۍ نور عدالت غوښتونکي ملتونه د ارواښاد امام   لاره، فکر او تګلاره تعقیبوي.

هغه د امام راحل او د اسلامي امت د شهید رهبر حضرت  امام  خامنه‌ اي  د مقام په  درناوي  سره وویل:زمونږ شهید امام د خپل  رهبر لاره تعقیب کړه او خپل مبارک ژوند ئې د اسلام او د مسلمانانو د خپلواکۍ لپاره قربان کړ. دا د ایران د اسلامي انقلاب د پلار د ستر فکر، لرلید او د اسلام او ایران د تاریخ د ژورې مطالعې څرګندونه کوي. امام راحل داسې یو پیاوړی او بشپړ  غورځنګ بنسټ کیښود چې د هر ډول خطرونو پر وړاندې د بقا وړتیا لري.

شخصیت‌های پاکستانی: سرافرازی ملت ایران مرهون امام راحل است/دشمنان ایران رسوا شدند

د ایران سفیر وویل: اوس  د  ارواښاد امام لاره او د هغه لاسته راوړنې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په فلسطین کې څرګندې دي؛ هلته چې له تېرو درو کلونو راهیسې صهیونیسټي  وحشي  او نیواکګر  رژیم د جنایتکارې امریکا په بشپړ ملاتړ د قدس د زړوَرو مبارزینو پر وړاندې پاتې راغلی او حتی د حماس په څېر یوې ډلې ته، چې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته او د امام خمیني (رح) د افکارو په پیروۍ د جهاد او مقاومت ډګر ته راوتلې ده، ماتې نه شي ورکولئ .

په دې مراسمو کې د پاکستان د  اهل تشیَّع   مخکښ مشر علامه ساجد نقوي  په تهران کې د پاکستان پخواني سفیر Asif Ali Khan Durrani، د جمعیت علمای اسلام ګوند د سنا غړی Kamran Murtaza، د پاکستان د پيپلز ګوند دولسی جرګې  غړې Sehar Kamran، د جماعت اسلامي مرستیال Liaqat Baloch، د  امت مصطفی  دبیدارئ غورځنګ مشر   Syed Jawad Naqvi او د پاکستان د سنا پخواني غړي Mushahid Hussain Syed هم ویناوې وکړې.

شخصیت‌های پاکستانی: سرافرازی ملت ایران مرهون امام راحل است / دشمنان ایران رسوا شدند

دوی د ایران د ملت د انقلابي روحیې او د حضرت امام خمیني (رح) په مشرۍ د آزادۍ غوښتونکي غورځنګ د پیروۍ ستاینه وکړه او ویې ویل؛د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټ اېښودونکي حضرت امام خمیني (رح) او د انقلاب شهید رهبر  امام خامنه‌ اي (رح) نړۍ ته ثابته کړه چې اسلام د ملتونو برخلیک د عزت، بریا، پرمختګ او هوساینې پر لور رهبري کولی شي.

دغو پاکستانيو غوره  شخصیتونو پخپلو ویناؤ کې ووئيل؛ حضرت امام خمیني (رح) یو تلپاتې حقیقت دی. اسلامي انقلاب د واکمنو قدرتونو پر وړاندې دومره لویه ننګونه رامنځته کړې چې تر نن ورځې پورې نړیوال استکبار او زورواکي قدرتونه  د سیمې د زړوَرو ملتونو او هغو خلکو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري چې د عدالت او خپلواکۍ غوښتونکي دي.

شخصیت‌های پاکستانی: سرافرازی ملت ایران مرهون امام راحل است/دشمنان ایران رسوا شدند

ویناوالو په زغره ووئيل؛ حضرت امام خمیني (رح) یوازې په یوې ټولنې یا یوه  هېواد پورې محدود نه دی، بلکې د هغه لاره او افکار د نړۍ د ټولو آزادي غوښتونکو ملتونو لپاره د الهام سرچینه ده؛ له همدې امله مونږ ټول  نن سبا د هغه د افکارو او نظریاتو بیا مطالعې ته اړتیا لرو.

https://www.irna.ir/news/86171790

captcha