
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «التواصل» له چینل ئې نقل کړی راغلي دي، په دې اړه په خپرې شوې رسنیزې اعلامیې کې راغلي چې احمد نعینع د پخوا په څېر د مصر په قرآن راډیو کې خپل منظم شتون ته دوام ورکوي او د ده د فعالیت د ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې بېبنسټه دي.
په دغې اعلامیې کې له ټولو مینه والو او د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتنه شوې چې د هر ډول معلوماتو له شریکولو او بیا خپرولو مخکې دې د د خبرونو د رښتینوالۍ په اړه ډاډ ترلاسه کړي او له اوازو او نا تایید شویو خبرونو له خپرولو دې ډډه وکړي.
همدارنګه د نعینع په مطبوعاتي اعلامیې کې ټینګار شوی چې د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره باید رسمي او باوري سرچینو ته مراجعه وشي.
احمد نعینع په پاي کې له خپلو ټولو مینوالو او ملاتړو څخه د هغوی د مهربانۍ، اندېښنې، اړیکو او د ملاتړ پیغامونو په خاطر مننه کړې او له لوی خدایه ئې غوښتي چې ټول خوندي وساتي او تلپاتې روغتیا او هوساینه ور په برخه کړي.
هغه همدارنګه له الله تعالی وغوښتل چې ټول انسانان د خیر او نېکمرغۍ لارې ته هدایت کړي او مصر او د هغه خلک له هر ډول زیان څخه وساتي
احمد نعینع د مصر له هغو قاریانو څخه دی چې د طب ډاکټر هم دی. نوموړی په ۱۹۵۴ کال کې د مصر د کفرالشیخ ولایت د مطوبس په ښار کې زېږېدلی دی.هغه لا اته کلن نه و چې ټول قرآن کریم ئې حفظ کړی و.
هغه خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په بحیره ولایت کې ترسره کړې او وروسته ئې د اسکندرئې په پوهنتون کې د طب پوهنځی ولوست. له فراغت وروسته ئې د همدې پوهنتون په روغتون کې دنده ترسره کړه.
تېر کال د مصر د اوقافو وزیر Osama Al-Azhari د یوه رسمي حکم له مخې، له نیمې پېړۍ څخه د زیات وخت لپاره د قرآن کریم د خدمت په درناوي، احمد نعینع د مصر د قاریانو د مشر (شیخ القراء) په توګه وټاکه.
https://iqna.ir/fa/news/4357132