IQNA

د شیخ محمد صدیق منشاوي د غږ د تلپاتې محبوبیت راز څه دی ؟

13:24 - June 14, 2026
د خبر لمبر: 3492905
ایکنا - کیسه له ۱۹۶۰  لسیزې څخه پیلېږي، هغه مهال چې استاد محمد صدیق منشاوي د قرآن کریم بشپړ تلاوت د مصر د قرآن راډیو لپاره ثبت کړ. که څه هم د ارزونې کمېټې دغه تلاوت تأیید او وستایه، خو شیخ خپله پرې بشپړ راضي نه و. له ثبت شویو تلاوتونو تر اورېدو وروسته ئې احساس کړه چې ځینې ټیپونه ئې د هغه له معیارونو سره سمون نه خوري، نو په رسمي ډول ئې غوښتنه وکړه چې د هغو ځینې برخې له سره ثبت کړي.

یکنانیوز د الجزیره له قووله راپور  راکړ ، هغه څه چې په دې وروستیو کې د مصر د قرآن راډیو له استاد منشاوي څخه خپاره کړي، یوازې زاړه او له آرشیونو  ویستل شوي ثبتونه نه دي، بلکې د داسې یو غږ نوې موندنه ده چې که څه هم خاوند ئې څو لسیزې وړاندې وفات شوی، خو لا هم د میلیونونو خلکو په زړونو کې ژوندی دی.

راز ماندگاری صوت منشاوی

کله چې د مصر د قرآن راډیو د دغه ستر خداي بخښلي مصري قاري، محمد صدیق منشاوي، نادر او کم‌ساری تلاوتونه خپاره کړل، نو دغه تلاوتونه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د پاملرنې مرکز وګرځېدل. د منشاوي نوم څو ورځې پرله‌پسې په تر ټولو ډېر بحث کېدونکو موضوعاتو کې و او حتی له مهمو ورزشي او خبري پېښو هم مخکې شو. دغه ښکارندې  یوه پخوانئ پوښتنه بیا راژوندۍ کړه: کوم راز دی چې د منشاوي غږ تر نیمې پېړۍ ډېر وخت وروسته ئې هم ژوندی او محبوب ساتلی دی؟

د مصر د قرآني تلاوت د ادارې پخواني مشر، شیخ احمد عیسی المصراوي، څرګنده کړه چې هغه په خپله د دې نوې نسخې تلاوت اورېدلی او پکې یې «د غږ داسې نرمي او روحانیت» احساس کړی چې په تېرو لسیزو کې په خپرېدونکو نسخو کې نه و موجود.

المصراوي باور لري چې دغه ځانګړنې هر هغه څوک په اسانۍ درک کولی شي چې نوې ثبت شوې نسخه له پخوانیو ثبتونو سره پرتله کړي.

راز ماندگاری صوت منشاوی

خو هغه څه چې المصراوي ئې تر ټولو زیات حیران کړی، دا دي چې ولې دغه ټیپونه دومره اوږده موده له خلکو پټ ساتل شوي وو. هغه پوښتنه کوي: که شیخ منشاوي د بیا ثبت غوښتنه کړې وه، راډیو ورسره موافقه کړې وه او کمېټې هم په رسمي ډول نوې نسخه تصویب کړې وه، نو ولې دا ثبتونه نږدې شپېته کاله په آرشیف کې پاتې شول؟

د المصراوي په وینا، منشاوي یوازې یو ماهر قاري او یا د ښکلي غږ خاوند نه و، بلکې هغه د اجرا  لوړ کیفیت، دقت، بشپړ مهارت، د غږ ښکلا او ژور روحانیت په یو وخت کې سره یوځای کړي وو.

نوموړي زیاته کړه چې د وروستیو کلونو تجربې ثابته کړې چې د منشاوي دغه بې‌سارې محبوبیت هېڅ کم شوی نه دی. هغه وایي: «سړی په سختۍ سره داسې ځای موندلی شي چې هلته د شیخ منشاوي غږ ونه اوري»، ځکه الله تعالی دغه قاري ته داسې ځانګړی قبولیت ورکړی چې له بل هېڅ قاري سره د پرتلې وړ نه دی.

کله چې له المصراوي څخه وپوښتل شول چې د مصر د سترو قاریانو له منځه د چا غږ د هغه زړه ته تر ټولو نږدې دی، نو هغه پرته له ځنډه ځواب ورکړ: «شیخ منشاوي».

راز ماندگاری صوت منشاوی

https://iqna.ir/fa/news/4357036

captcha