IQNA

د زړو او شلیدلو قرآنونو لپاره د ملایشیا نوښت؛ د قرآن دایرو د سمندر په اوبو کې لاهو کول

11:32 - June 23, 2026
د خبر لمبر: 3492946
ایکنا- د ملایشیا د ساراواک صوبې د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم یو ځانګړی نوښت خپل کړی چې د زړو، شلیدلو او  له کاره لویدلو قرآنونو د درناوي او ښخولو لپاره کارول کېږي

یکنانیوز راپور راکوي،  د ملایشیا په ساراواک صوبې کې د زړو قرآنونو د درناوي او له منځه وړلو لپاره یوه چاپېریال‌ پاله روده  غوره شوې ده. د شنبې په ورځ د دغې صوبې  چارواکو د اړوندو ادارو په همکارۍ د قرآن ۱۸۰۲ کیلوګرامه ایرې  د ځانګړو بایولوجیکي ویلې کېدونکو کاغذي کڅوړو په وسیله  کوچینګ ښار ته نږدې د جنوبي چین سمندر ته وغورځولې.

دغه مواد چې په ۲۱۲ ځانګړو او چاپېریال‌ غواړو AQ-01 کاغذي کڅوړو کې  اچول شوي وو، د ساراواک په بېلابېلو سیمو کې د زړو قرآنونو د له منځه وړلو په مرکزونو کې د ترسره شوي بهیر پایله وه

د ساراواک د اسلامي دیني ادارې (JAIS) د قرآني چارو  د څانګې مشر عبدالرحیم رشید وویل، د قرآن د ایرو دغه سمندر ته غورځول ،د یوه منظم پروګرام برخه ده چې د ملي فتوا کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د اسلامي احکامو له مخې د زیانمن  شویو قرآنونو د حرمت ساتلو لپاره ترسره کېږي.

هغه د کوچینګ ښار د پاندینګ بندر په ترمینل کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال وویل:دا د قرآنونو د ایرو  د  سمندر ته غورځولو یو منظم او دوامداره پروګرام دی.

عبدالرحیم زیاته کړه چې په ساراواک کې د قرآن د ایرو  د غونډولو او بیا ئې سمندر ته د غورځولو طریقه د نورو ایالتونو له طریقو سره توپیر لري، ځکه JAIS له هغو AQ-01 کاغذي کڅوړو څخه کار اخلي چې په ځانګړي ډول د چاپېریال ساتنې لپاره ډیزاین شوي دي.

هغه وویل:نور ایالتونه یا صوبې  ایرې  مستقیم ډول  سمندر ته غورځوي یا ئې لومړی کنګلوي. زموږ طریقه نه یوازې د اسلامي احکامو سره سمون لري، بلکې چاپېریالي اړخونه هم په پام کې نیسي.»

هغه زیاته کړه چې هره کڅوړه شاوخوا ۸.۵ کیلوګرامه وزن لري او داسې جوړه شوې چې له څلورو دقیقو څخه په کم وخت کې په بشپړه توګه ډوبه او تجزیه شي، څو د قرآنونو د له منځه وړلو بهیر په منظم، له درناوي‌ډک او چاپېریال‌دوست ډول ترسره شي.

دغه ستر مراسم، چې د سویلي ساراواک په سیمې کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کېږي، د ساراواک د مفتي ادارې د مشر احمد سوکارنو سایني او پاول خیو خون خیانګ په ګډون ترسره شول.

https://iqna.ir/fa/news/4359532

captcha