IQNA

د شهید رهبر د شهادت د ځاي په شاوخوا کې د حسینی عاشورا د شپې عزاداری ترسره شوه

9:32 - June 25, 2026
د خبر لمبر: 3492955
ایکنا-  د حسینی عاشورا د شپې ولولناکې او ویرجنې دستورې  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي  د ملکوتي عروج په ځاي کې د لسګونو زره خلکو په شتون سره البته د د شهید رهبر د روح په ملکوتي شتون کې ترسره شوې.

ایکنانیوز د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د آثارو د حفظ او نشر  د دفتر د اطلاع رسونې  د برخې له قوله راپور راکړ،  د حسینی عاشورا د شپې  دعزادارئ دستورې بیګا د امام خمینی رحمته الله د حسینې په شاوخوا کې  او د شهد رهبر امام خامنه اي د ملکوتي عروج پهځاي او  قتلګاه کې د لسګونو زره خلکو په شتون سره ترسره شوې.

په دغو دستورو کې چې سږکال  د اسلامی انقلاب د ستر رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي  له خوا ترسره کیږي،حجةالاسلام علیزاده پخپلې وینا کې د دښمن د نقشو  معلومول او د هغو په وړاندې په موقعې اقدام ، د اسلامی انقلاب د شهید او حکیم رهبر یوه ځانګړنه وبلله.

 ددغو دستورو په دوام کې حسینی مداح محمود کریمي  د شهیدانو د سردار او مخکښ حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه وفادارو ملګرو  په درنښت او رثا کې مرثبې ا و مداحي وکړه  او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  او د دوهمې او دریمې مقدسې دفاع د لوړمقام شهیدانو په یاد او ستاینې سره ئې شعرونه او مرثیې وویئلې  او  حاضرو خلکو هم  په ویر او ماتم سره د حسینی عاشورا شپه د شهید رهبر د روح په شتون  کې  عقیدت ګلونه وړاندې کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4360238  

captcha