د ایکنا د راپور له مخې، چې د GXP News له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د روسیې د Geropharm درمل جوړونکي شرکت هغو درملو ته چې د دویم ډول شکرې (Type 2 Diabetes) د درملنې او د بدن د وزن د کنټرول لپاره تولید شوي، د حلال تصدیق ترلاسه کړی دی
دا سند د روسیې د فیدریشن د مسلمانانو تر ادارې لاندې د حلال د معیارونو او تصدیق نړیوال مرکز له خوا دغه شرکت ته ورکړل شوی دی.
له همدې امله، د دغه شرکت درمل په روسیې کې د GLP-1 ډلې لومړني درمل ګرځېدلي چې له اسلامي معیارونو سره سمون لري.
د حلال سند هغو درملیزو محصولاتو ته ورکول کېږي چې په ترکیب کې یې حرام مواد نه وي، لکه:
ایتانول (الکول)،
وینه،
د خوګ یا خنځير حجرې او انساج،
او همدارنګه هغه اجزا چې له هغو حیواناتو څخه اخیستل شوي وي چې د اسلامي شریعت له مخې نه وي حلال شوي.
د دغو درملو تولید د پېپټایډ سنتز (Peptide Synthesis) پر بنسټ ترسره کېږي، چې په بشپړه توګه د حیواني سرچینو د اومو موادو کارول له منځه وړي.
اسلام د پیروانو د شمېر له مخې د روسیې په فیډریشن کې دوهم لوي دین دی.
د ډېرو مسلمانو ناروغانو لپاره د حلال سند لرل د درملنې د انتخاب پر مهال یو مهم او پرېکړه کوونکی معیار ګڼل کېږي، او دا چاره ډاکټرانو ته هم زمینه برابروي چې دغه درمل د اضافي مذهبي محدودیتونو له اندېښنې پرته خپلو ناروغانو ته تجویز کړي.
تر دې وړاندې، په ۲۰۲۴ کال کې هم Geropharm د روسیې لومړنی درمل جوړونکی شرکت و چې د خپلې انسولیني تولیدي کرښې لپاره ئې د حلال تصدیق ترلاسه کړ.
دغه شرکت هغه مهال ویلي وو چې د دوی عصري انسولین حیواني سرچینه نه لري، بلکې د مایکرو ارګانیزمونو په وسیله تولیدېږي؛ له همدې امله، هغه مذهبي محدودیتونه له منځه وړي چې پخوا د خوګ یا خنځیرله انسولین سره تړاو درلود.
د روسیې د فیډریشن د مسلمانانو تر څارنې لاندې د حلال د معیارونو او تصدیق نړیوال مرکز په روسیه کې یوازینۍ رسمي اداره ده چې د اسلامي معیارونو سره د محصولاتو د مطابقت تصدیق ورکوي.
https://iqna.ir/fa/news/4360651