ایکنانیوز د ایرنا په حواله لیکلي چې حضرت آیتالله سید مجتبی حسیني خامنهاي په یو پیغام کښې «د ایران د شهید ښاغلي» په جنازه کښې د ایران او عراق د لس هاو میلیونه خلکو له شتونه په صمیمانه قدرونې سره، د امت شهید امام ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: ژمنه کوو چې له جنایتکارو او سپکو قاتلانو به ستاسو او د دې دواړو جنګونو د ټولو شهیدانو د پاکې وینې بدل ضرور اخلو. دغه جنایتکاران چې له سر نه تر لاندې پورې د ټولو نوملړ موجود دی، د ارامه او په بستره کښې د مړینې آرزو به ګور ته یوسي.
د معظم رهبر دغه پیغام د نړۍ په رسنیو کښې پراخې انګازې کړې دي.
د ترکیې «اناتولي» خبري آژانس د انقلاب د رهبر د پیغام په خپرولو سره، د ایران د شهید ښاغلي د وینې په انتقام باندې د دوي ټینګار د عنوان په توګه غوره کړی او لیکلي یې دي: د ایران د انقلاب رهبر تاکید وکړ چې د خپل پلار او د اسلامي انقلاب د تیر رهبر آیت ا... علي خامنه اي د وینې غچ، د ولس غوښتنه ده او خامخا به پوره شي.
د رویټرز، العربیه، یدیعوت احارانوت او د آذربایجان جمهوریت د «آپا» خبري آژانس په شمولو نورو انګریزي ژبو خبري آژانسونو هم د ایران د شهید رهبر د وینې په بدل باندې د رهبر ټینګار د خپلو خبرونو سرټکی ګرځولی دی.
النشره لبناني رسنۍ ولیکل: د ایران رهبر وویل: مونږ به د خامنه اي او د تیرو دوو جنګونو د شهیدانو د وینې بدل واخلو، دا زمونږ د خلکو او ولس غوښتنه ده او باید پوره شي.
د یمن المسیره هم په خپل رپورټ کښې، د شهید رهبر د جنازې په دستورو کښې د خلکو د پراخ شتون او د شهیدانو د وینې د غچ او د دغه کار په حتمي والي باندې رهبر د ټینګار په هکله د هغوي د پيغام برخې ته پام کړی دی.
د لبنان المنار چینل هم رپورټ ورکړ: آیت ا... سید مجتبی خامنه اي خپل شهید پلار ته په خطاب کښې: له تاسو سره ژمنه کوو چې ستاسو د پاکې وینې بدل به اخلو او دا بدل او انتقام زمونږ د خلکو غوښتنه ده چې باید پوره شي.
مصري رسني «مصراوي» هم ولیکل: خامنه اي د انتقام ژمنه وکړه او ویې ویل: د شهیدانو د وینې بدل به اخلو او قاتلان په نومونو پيژندل شوي دي.
القدس العربي هم ولیکل: مجتبی خامنه اي د خپل پلار د وینې په بدل ټینګار وکړ.
د قطر عربي ۲۱ رسنیۍ هم ولیکل: مجتبی خامنه اي د خپل پلار له جنازې وروسته د انتقام ژمنه وکړه او ویې ویل چې د پلار قاتلان به یې د آرامه او په کټ کښې د مرګ ارمان ګور ته یوسي.
https://www.irna.ir/news/86206359