IQNA

د حسینی اربعین نړیوالې جایزې اعلان وشو

17:01 - July 14, 2026
د خبر لمبر: 3493022
حسینی اربعین
ایکنا- د ایران د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو ادارې د اربعین د پیغام د نړیوالولو او د شهید رهبر د آرمانونو د ځلولو په موخه، چې د روان کال د حسینی اربعین لومړنی زائر بلل شوی، د «اربعین نړیوالې جایزې» دولسم پړاو جوړوي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو د  ادارې د عامه اړیکو له دفتره ئې راکړی راغلي دي، په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د شهید رهبر په یاد او خاطرې کې د مقاومت آرمانونه بیا  بیانوي، دغې ادارې د هغه د تلپاتې معنوي میراث پر بنسټ د اربعین بې‌ساری عظمت د یوې نړیوالې جایزې په چوکاټ کې  حقیقت، د نړیوالیدا لپاره  په یوه ډګر بدل کړی دی.

دا اقدام د دې اړتیا ځواب ګڼل شوی چې د شهید رهبر لاره د اربعین د پلي مزل په  لارې  او پیاده روئ کې وساتل شي؛ هغه لاره چې نن سبا د هغه د تعلیماتو  په برکت له پولو اوښتې او په یوه نړیوال تمدن بدله شوې ده.

د دې دورې سیالۍ په لاندې برخو کې ترسره کېږي:

انځورونه!

فلم

سفرنامه او د زړه لیکنې

شعر

د اربعین نغمې او مداحي

او دغه راز

 د  انټرنیټي یا  مجازي فضا فعالان.

د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې په بیانیې کې راغلي دي، په داسې کال کې چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، امام خامنه اي (رح)، د نشتون سیوری پر اسلامي امت او اسلامي نړۍ دروند پروت دی، د اربعین د عظمت په رڼا کې د دې معنوي سفر د حقیقتونو بیانول خپله دوه برابره دنده ګڼي .

له همدې امله، د حسینی اربعین نړیوالې جایزې دولسم پړاو د ایران د اربعین د روایت لپاره ځانګړې جایزه هم لري چې چورلیزونه یې دا دي: 

«د شهید امام کلک هوډ، د هوښیار ولس مبعوث کیدا یا پاڅون!

«د میناب د شهیدو ماشومانو مظلومیت او د مېړنیو مبارزانو  زړورتیا»

د آثارو د لېږلو وروستۍ نېټه د روان کال د لړم یا عقرب د میاشتې لسمه ټاکل شوې ده. ګروهمن کسان کولای شي خپل آثار د اربعین نړیوالې جایزې د رسمي وېبپاڼې یا د دغې جایزې د ټولنیزو چینلونو  له لارې د ۰۹۳۹۵۹۹۹۳۹۳ شمېرې ته واستوي.

د روان کال اربعین نړیواله جایزه یوازې د غوره کسانو د ستاینې یوه غونډه نه ده، بلکې د نړۍ د نننیو اړتیاوو په ځواب کې د اربعین د تمدن جوړوونکو پیغامونو د بیا بیانولو لپاره یو شعوري اقدام ګڼل کېږي؛ هغه پیغامونه چې د اسلامی انقلاب د شهید امام د تلپاتې لارښوونو تر سیوري لاندې وړاندې کېږي.

د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو ادارې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د عامه ډیپلوماسۍ بنسټ بلل کېږي، د دې پړاؤ په جوړولو سره هڅه کوي چې د شهید رهبر د فیزکي نشتون په پېر کې، د هغه پر معنوي میراث، ستراتیژیکو ښوونو او د مقاومت د هماغه روحیې پر بیا راژوندي کولو تکیه وکړي او د فرهنګي او علمي تولیداتو له لارې، د اربعین د سپېڅلو ښوونو او د شهید مشر د ترسیم کړې لارې د ساتنې تر اړتیاوو پورې یو پُل جوړ کړي، څو وښئ چې که څه هم رهبر له موږ څخه تللی، خو لاره ئې د هر څېړونکي او د حق د هر پیغام رسوونکي په زړه کې لا هم ژوندۍ او روانه ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4363744

captcha