IQNA

«محمد» په انګلستان کې د هلکانو تر ټولو مشهور نوم شو

17:11 - July 14, 2026
د خبر لمبر: 3493023
محمد
ایکنا - د  محمد (ص) نوم د دریم پرله‌پسې کال لپاره د انګلستان او وېلز د هلکانو تر ټولو مشهوره نامه  ګرځېدلې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د ګارډین ورځپاڼې څخه ئې نقل کړی راغلي دي، د دریم پرله‌پسې کال لپاره محمد(ص) نامه په انګلستان کې د نویږو هلکانو تر ټولو ډېر غوره شوې نامه ګرځیدلې ده.

د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې کابو  ۶۰۰۰ نوزېږو هلکانو ته د محمد نوم خوښ کړئشوی، چې دا شمېر د دوهم تر ټولو مشهور نوم «نوح» (Noah) په پرتله کابو تر  ۲۰۰۰ ډېر دی. محمد او نوح له ۲۰۲۳ کال راهیسې په لومړي او دوهم مقام کې دي، او تر دې وړاندې د دواړو ترمنځ توپیر ۱۵۸۰ و.

سږ کال لیو (Leo) او لوکا (Luca) د آرتور (Arthur)، اولیور (Oliver) او جورج (George) څخه مخکې شوي او په ترتیب سره درېیم او څلورم ځای ته رسېدلي دي.

د نجونو په نومونو کې اولیویا (Olivia) لا هم تر ټولو مشهور نوم پاتې شوی، او له هغې وروسته لیلي (Lily)، امالیا (Amelia)، ایسلا (Isla) او فلورنس (Florence) ځایئګی لري.

د محمد نوم له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لسو غوره هلکانو نومونو په ډلې کې دی، او له ۱۹۹۷ کال راهیسې، چې لومړی ځل د سلو غوره نومونو په لېست کې شامل شو، همېشه د سلو غوره نومونو برخه پاتې شوی دی.

د دې نوم درې بېلابېلې املاوې هم په ۱۹۵۴ کال کې د سلو غوره نومونو په لېست کې وې، او د «محمد» املا لومړی ځل په ۱۹۲۴ کال کې د انګلستان او وېلز د هلکانو د سلو غوره نومونو په لېست کې د ۹۱م مقام په ترلاسه کولو سره شامله شوې وه.

د دې نوم بېلابېلې املاوې د عربي ژبې څخه بېلابېلو الفباوو او لهجو باندې د ژباړې د توپیرونو څرګندونه کوي.

د بریتانیا د ملي احصایې ادارې (ONS) ویلي چې د هلکانو او نجونو ډېری نور مشهور نومونه هم غیربریتانوي ریښې لري، لکه:

فریا (Freya) د سکانډیناوي ریښه لري،

لیو، لوکا او ایزابیلا (Isabella) ایټالیاوي ریښې لري،

او نوح (Noah) عبري ریښه لري.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د محمد نوم د پراخې کارونې تر شا بېلابېل عوامل لري، چې له هغو څخه یو هم د بریتانیا د مسلمانانو د ټولنې وده ده. د بریتانیا د مسلمانانو شمېر کابو څلور میلیونه تنه دی، چې د ټول نفوس کابو  ۶ سلنه جوړوي.

د محمد نوم لا هم د مسلمانانو ترمنځ، په ځانګړي ډول د هغو مسلمانانو لپاره چې په بریتانیا کې ژوند کوي او غواړي خپل دیني او کلتوري میراث ژوندی وساتي، تر ټولو ډېر کارول کېږي، که څه هم په عمومي ډول د نوي زېږېدلو هلکانو په نومونو کې ډولوالی ورځ تر بلې زیاتېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4363640

captcha