د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د قرآن کریم د ژباړن او مفسر، د «معارف و معاریف» دایرةالمعارف د مؤلف او د حوزې د استاد آیتالله سید مصطفی حسيني دشتي د درناوي مراسم د قرآن نړیوال خبري اژانس (ایکنا) په کوربتوب ترسره شول. په دغو مراسمو کې ګڼو فرهنګي او قرآني شخصیتونو، د هغه شاګردانو او د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
د دغو مراسمو یوه برخه د ایکنا د «ظهر دلنشین» د اویایمې ناستې په چوکاټ کې ترسره شوه، چې پکې ویناوالو د آیتالله حسيني دشتي د علمي او اخلاقي شخصیت بېلابېل اړخونه وڅېړل او د اسلامي علومو د ژباړې، څېړنې او تدریس په برخه کې یې د هغه پر لوړ مقام خبرې وکړې.
د آیتالله حسيني دشتي د علمي مقام بیانول هم د ګډونوالو د خبرو له مهمو برخو څخه و.
په دغو مراسمو کې د قم د علمیې حوزې د استادانو د ټولنې د عالي شورا د مشر آیتالله سید هاشم حسيني بوشهري لیکلی پیغام او د بوشهر ولایت د ولی فقیه استازي او د دغه ښار د جمعې امام آیتالله غلامعلي صفایي بوشهري ویډیوئي پیغام هم خپور شو.
د ایکنا د راپور له مخې، د مراسمو په بله برخه کې ګډونوالو یادونه وکړه چې د آیتالله حسيني دشتي علمي فعالیتونه یوازې د قرآن تفسیر پورې محدود نه دي، بلکې د عربي ادبیاتو، منطق، د اسلام د تاریخ، اخلاقو، فقهې او اصولو په برخو کې ئې ګڼ شمېر علمي آثار لیکلي دي، چې له امله ئې هغه یو هر اړخیز عالم ګڼل کېږي؛ داسې عالم چې په هر علمي ډګر کې د ژورې څېړنې، دقیق نظر او علمي نکتهسنجۍ له امله پېژندل کېږي.
د دغو مراسمو د ټینګار یوه بله موضوع د دې ستر استاد قرآني خدمتونه وو.
ویناوالو وویل چې د آیتالله حسيني دشتي هڅې د قرآن د تعلیم، تفسیر او د قرآني معارفو د بیان په برخه کې د هغو نبوي احادیثو څرګند مصداق دی چې د قرآن د زدهکړې او ښوونې فضیلت بیانوي.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې د قرآن کریم د «انوار» په نوم تفسیر، چې د آیتالله سید مصطفی حسيني دشتي د اوږدو کلونو د علمي هڅو پایله ده، په رسمي ډول معرفي شو او مخکتنه ئې وشوه.
https://iqna.ir/fa/news/4364070