د ایکنا د راپور له مخې، چې د Foreign Policy In Focus په حواله ئې خپور کړی راغلی دي، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام، سره له دې چې د فلسطین ملي لوبډله په دغو سیالیو کې نه وه، او په داسې حال کې چې د څارونکو په وینا په ګڼو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ د اعتراضونو او پيوستون د څرګندولو پر ضد دباؤنه زیات شوي، د فلسطین له آرمان سره د نړیوال پیوستون په یوه مهم ډګر بدل شو.
امریکائي لیکوال ډیویډ واین په خپلې مقالې کې استدلال کړی چې د نړیوال جام په جریان کې د فلسطینیانو د ملاتړ هغه څرګندونې چې ولیدل شوې، د دغو سیالیو د تاریخ له تر ټولو الهامبخښونکو شېبو څخه وې؛ په ځانګړي ډول ځکه چې دا هر څه په داسې وخت کې ترسره شول چې د غزې جنګ لا هم د نړیوالو عامه افکارو پام ځان ته اړولی و.
واین لیکي چې د مصر، سکاټلنډ، برازیل، سویلي کوریا، مراکش، مکسیکو، ترکیې، ناروې، سینیګال، بوسنیا او هرزګوینا، الجزایر او هسپانیا د لوبډلو مینهوالو، لوبغاړو او روزونکو په ښکاره د فلسطینیانو ملاتړ وکړ او د هغوی د ژوند، آزادۍ او بېرته خپل ټاټوبي ته د ستنېدو پر حق ئې ټینګار وکړ.
د مقالې د لیکوال په وینا، دا پيوستون یوازې د مینهوالو تر مینځ محدود نه ؤ، بلکې لوبغالو ته هم وغځېده؛ هلته د فلسطین بیرغونه د نندارچیانو په پلیټ فارمونو او د ناستې په ځایونو کې کې رپېدل او لوبغاړو او روزونکو د سیالیو پر مهال دغه بیرغ له ځان سره لېږداوه.
د «فلسطین آزاد کړئ» شعارونو په لوبغالو او شاوخوا سړکونو کې انګازې کولې، او زرګونو مینهوالو د فلسطین د ملي لوبډلې کمیسونه اغوستي وو.
سربېره پر دې، ځینو نندارچیانو داسې لوحې هم پورته کړې وې چې پرې لیکل شوي وو
«اسرائیل له فیفا وباسئ»
«اسرائیلو ته سور کارت ورکړئ»
دغه مقاله همدارنګه دې ته اشاره کوي چې د فیفا مشر، امریکا ته د ایران پر ضد د جګړې د پیل څخه لږ مخکې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د «سولې سمبولیکه جایزه» ورکړه؛ هغه جګړه چې د مقالې لیکوال ئې غیرقانوني او د تاریخ له نظره کرکجنه بولي.
لیکوال د فلسطینۍ خبریالې دینا الکرد له قوله لیکي چې ورزشي سیالۍ یوازې په خپله د فلسطینیانو کړاوونو ته د پای ټکی نه شي ایښودلای.
هغې څرګنده کړې:فلسطیني کورنۍ یوازې په دې دلیل خپل کورونه بېرته نه شي ترلاسه کولی چې ځینو کسانو په لوبغالو کې د فلسطین بیرغ پورته کړی دی.
خو هغې ټینګار کړی چې ولسي خوځښتونه د وخت په تېرېدو، د عامه ملاتړ، د فشار د زیاتېدو او د دې موضوع د نړیوال وجدان په حافظې کې د ژوندي ساتلو له لارې پیاوړي کېږي، څو د فلسطین مسئله هېره نه شي.
د مقالې لیکوال همدارنګه د مصر د ملي فوټبال لوبډلې د روزونکي حسام حسن دریځ ته اشاره کوي او هغه د هغو زړورو او ثابتقدمه ورزشي څېرو له ډلې ګڼي چې تل ئې د فلسطینیانو په ملاتړ خپل دریځ په ښکاره څرګند کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4364177