IQNA

 د مصر داوقافو وزیر!

د ؛محفل تلاؤت؛ دقاریانو د نوي نسل دروزنې یو فرصت دی

15:22 - July 21, 2026
د خبر لمبر: 3493055
مصر او قرآنی چارې
ایکنا-  د مصر د اوقافو وزیر په دغه هیواد کې د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې دقرآنی ټيلیویژني سیالیو  د دوهم پړاؤ  د مقدماتي مرحلو  دترسره کیدا په ځاي کې په شتون سره  ووئيل؛ دغه سیالۍ د قرآنی وړتیاؤ او د قاریانو د نوي نسل  د روزنې لپاره  یو ښه فرصت دی.

ایکنانیوز د مصراوي له قوله راپور راکړی، د مصر د اوقافو وزیر اسامه  الازهري اود دقهلیه ګورنر جنرال طارق مرزوق  د تیرې یکشنبې په ورځې  د ؛محفل تلاؤت؛ نومې سیالیو د دوهم پړاؤ د مقدماتي مرحلو شاهد ؤ چې  په المنصوره ښار کې په   النصر جومات کې د دقهلیه  اودمیاط  ولایتونو څخه  دګډون کونکو په شتون سره  د قرآني ځانګړو غږونو لرونکو  او د ترټولو ښو وړتیاؤ د ټاکنې لپاره ترسره شوې.

اسامه الازهري  په دغو دستورو کې ټينګار وکړ، د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې پروګرام د سیالۍ موخه په مصر کې د ترټولو په زړه پورې ښو قرآنی غږونو  کشفول دي.

هغه ووئيل مصر د خپل تاریخ په اوږدو کې  په لسګونو او په زرګونو  مشهور قاریان روزلي دي چ ې د اسلامی نړئ فضا ئې روښانه کړې ده. هغه توضیح ورکړه چې د مصر د اوقافو وزارت هیله مند دی چې  دغه سیالۍ  د  قاریانو د هغه نوی نسل  له پنځولو سره مرسته وکړي چې  د مصر  دتلاؤت مکتب  میراث منتقلوي او  د هغو دمخکښانو رول ته دوام ورکړي.

د وئيلو ده د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې  پروګرام دوهم پړاؤ  چې څه موده مخکې په مصر کې پيل شوی ،هماغه راز  د مصر په  مختلفو ولایتونو کې دوړتیا لرونکو قاریانو  کشفولو او روزلو ته دوام ورکوي. دغه پروګرام  د مصر د اوقافو وزارت او د  المتحده رسندويي خدمتاتو د شرکت په ملګرتیا سره او د  د قرآن د حافظانو  د ملاتړ او د  تجوید د قواعدو په اساس  د سم قرائت  د کلتور  د دودولو په موخې سره تولید شوی دی. لومړنی پړاؤ ئې  تیر کال  ددغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې اجرا شوی او د سی بی ایس ،الحیاة،ناس سپوږمکیزو چینلونو ، د مصر د قرآن کریم د پلیټ فارم «watch it» له خوا خپور شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4365057

captcha