IQNA

د جدې په میوزیم کې د قرآن کریم د نادرو خطي نسخو ساتنه

16:37 - July 26, 2026
د خبر لمبر: 3493082
قرآنی  چارې
ایکنا- د سعودي عربستان د جدې ښار «مدینة الطیبات العالمية للعلوم والمعرفة» میوزیم د قرآن کریم د نادرو او ارزښتناکو خطي نسخو له تر ټولو مهمو ټولګو څخه یوه ساتلې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د مکې ورځپاڼې له ویبپاڼې ئې نقل کړی راغلي دي، د الطیبات نړیوال میوزیم د قرآن کریم هغه نادرې نسخې لري چې د هجري دویمې تر څوارلسمې پېړۍ پورې اړه لري او د زر کلونو په اوږدو کې د قرآن د کتابت او اسلامي خوشنویسۍ د هنر د پرمختګ تاریخ څرګندوي.

دغه ارزښتمنه ټولګه د اسلامي تمدن د بېلابېلو هنري او خطاطۍ مکتبونو ډولوالی نندارې ته وړاندې کوي. په دې کې د عربي لیک بېلابېل ډولونه، لکه لومړنی کوفي خط، نسخ، ثلث، محقق او ریحاني، او همدارنګه په زرکاري ښکلي شوي قرآنونه شامل دي، چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د قرآني کتابت د هنري ودې څرګندونه کوي.

د دغو خطي نسخو ارزښت یوازې د هغوی تاریخي اهمیت نه دی، بلکې دا د قرآن کریم سره د مسلمانانو د مینې، د کاتبانو او خوشنویسانو د دقیق کار، او د ښکلو تزئیناتو، زرکارۍ او هنري نوښتونو ژوندي اسناد هم دي، چې د اسلامي تمدن د بېلابېلو دورو د غوړېدو څرګندونه کوي.

په دې میوزیم کې د اسلامي تمدن لپاره ځانګړې شوې برخه نه یوازې د قرآن کریم خطي نسخې، بلکې د اسلامي هنر نادر اثار، د کعبې پوښونه او د مسو، خټوجوړ  او ښیښې تاریخي آثار هم نندارې ته وړاندې کوي، چې لیدونکو ته د اسلامي میراث په اړه یوه هر اړخیزه علمي تجربه برابروي.

د عبدالرؤوف خلیل له خوا جوړ شوی الطیبات میوزیم د سعودي عربستان له مشهورو خصوصي میوزیمونو څخه شمېرل کېږي. دا میوزیم شاوخوا ۱۰ زره مربع میتره مساحت لري او له ۱۲۰ څخه زیات تالارونه لري. هر تالار دوه خونې لري او په زرګونو تاریخي، میراثي او لرغوني آثار پکې نندارې ته اېښودل شوي چې د عربي ټاپووزمې او د بشري تمدن تاریخ بیانوي.

په دې میوزیم کې د قرآن کریم د خطي نسخو ټولګه د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د قرآن کریم لوړ مقام څرګندوي. همدارنګه د هغو خوشنویسانو او کاتبانو هنري او علمي میراث روښانه کوي چې دا سپېڅلی کتاب یې په ډېر مهارت لیکلی دی. دغه ارزښتمنې خزانې تر نن ورځې پورې د قرآن کریم د لیکلو، ساتنې او د اسلامي هنر د پرمختګ ژوندۍ نښې ګڼل کېږي.

نسخه‌های خطی نادر قرآنی در موزه جده: سفری از قرن دوم تا چهاردهم هجری + عکس

نسخه‌های خطی نادر قرآنی در موزه جده: سفری از قرن دوم تا چهاردهم هجری + عکس

نسخه‌های خطی نادر قرآنی در موزه جده: سفری از قرن دوم تا چهاردهم هجری + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4365841

captcha