IQNA

عراق ته له  ۱۷۲ هېوادونو کابو دوه  میلیون اربعیني زیارتوال وارد شول

6:43 - July 29, 2026
د خبر لمبر: 3493099
حسینی اربعین
ایکنا- د عراق د امنیتي معلوماتو د څانګې مشر وئیلي دي، د روان قمري کال د محرم له پیل تر پرون پورې  یو میلیون او ۸۱۳ زره او ۱۸۸ زائران د نړۍ له ۱۷۲ هېوادونو څخه عراق ته وارد  شوي وو ،البته دغه شمیر تر وروستیو پورې کابو دوو میلیونونو ته  رسیدلی  دی.

یکنانیوز  د عراق د رسمي خبري اژانس (واع) له قوله راپور ورکړی چې د عراق د امنیتي معلوماتو د څانګې مشر  سعد معن ویلي، دغه شمېرې د دې نړیوالې دینی  غونډې د پراخ ګډون څرګندونه کوي.

هغه وویل، دا احصائیه نه یوازې د اربعین د نړیوال حیثیت ښکارندويي کوي، بلکې دا هم ثابتوي چې د عراق امنیتي ځواکونه د دې توان لري چې د منظم امنیتي او اداري پلانونو له لارې د میلیونونو زائرانو چارې په اغېزمن او وړ ډول مدیریت کړي.

سعد معن زیاته کړه، دغه امنیتي ځواکونه د عراق د لومړي وزیر او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قوماندان په مستقیم ملاتړ او د اربعین د لوړې کمېټې په میداني څارنې، او همدارنګه د ټولو وزارتونو، ادارو او اړوندو بنسټونو په همغږۍ، د مراسمو د لا ښه ترسره کېدو لپاره هڅې کوي. دغو اقداماتو د زائرانو لپاره له عراق ته د ننوتلو څخه تر سپېڅلو زیارتونو پورې د خوندي، منظم او بشپړ خدماتي چاپېریال په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

د عراق د امنیتي معلوماتو د څانګې مشر  د امنیتي ځواکونو، وزارتونو، حکومتي ادارو او د خدماتي کمېټو د پراخو هڅو ستاینه وکړه.

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو، وزارتونو، دولتي ادارو، خدماتي کمېټو، سپېڅلو عتباتو، حسيني موکب‌دارانو او هغو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې هڅې، چې شپه او ورځ د زائرانو په خدمت بوخت دي، د هغه یووالي، همکارۍ او همغږۍ ښکاره بېلګه ده چې عراقیان پرې ځانګړي پېژندل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4366653

captcha