د ایکنا د راپور له مخې چې د الشبیبه له قوله ئې خپور کړی راغلی دي، په دغو سیالیو کې کابو ۲ زره او ۲۱۴ ښځینه او نارینه ګډونوال برخه اخلي او دا سیالۍ د سلطان قابوس د کلتور او علومو د مرکز تر څارنې لاندې ترسره کیږي.
د دغو سیالیو موخې د معنوي ارزښتونو پیاوړتیا، د قرآني مهارتونو وده، د قرآني سیالۍ د روحیې هڅونه، قرآن کریم ته د لا زیاتې پاملرنې رامنځته کول او د نویو او بااستعداده حافظانو ملاتړ بلل شوي دي.
دغه سیالۍ اووه برخې لري، چې په دې ډول دي:
د ټول قرآن کریم حفظ؛
د ۲۴ پرلهپسې سپارو یا جزؤ حفظ؛
د ۱۸ پرلهپسې سپارو یا جزؤ حفظ؛
د ۱۲ پرلهپسې جزونو حفظ، د هغو ګډونوالو لپاره چې په ۲۰۰۱ کال یا له هغه وروسته زېږېدلي وي؛
د ۶ پرلهپسې سپارو حفظ، د ۲۰۱۲ کال او وروسته زېږېدلو لپاره؛
د ۴ پرلهپسې جزؤ حفظ، د ۲۰۱۶ کال او وروسته زېږېدلو لپاره؛
او د ۲ پرلهپسې سپارو یا جزؤ حفظ، د ۲۰۱۹ کال او وروسته زېږېدلو ماشومانو لپاره.
د مقدماتي پړاو د تنظیم کمېټې به سږ کال، وروسته له دې چې «جبل الاخضر» او «دماء والطائیین» د نویو مرکزونو په توګه ورزیات شوي، د عمان په بېلابېلو ولایتونو کې د سیالیو له ۲۸ مرکزونو څخه لیدنه وکړي.
د دې سیالیو د ۳۴پړاؤ لپاره نوملیکنه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه (د غوايي لومړۍنیټې ) پیل شوې وه او د جولای تر ۷مې (د چنګاښ تر ۱۶مې) یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۹۲ کال کې په درو برخو کې پیل شوې وې. د قرآن کریم د حفظ هڅول، د قرآن د لارښوونو او معارفو پیروي، د داسې قرآني نسل روزنه چې په ټولنې کې اغېزشیندونکی شتون ولري، او د غوره حافظانو روزل څو عمان په نړیوالو قرآني سیالیو کې استازیتوب وکړي، د دغو سیالیو له مهمو موخو څخه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4367553