IQNA

د ملایشیا د قرآني سیالۍ!

  تجربه او تخنیکي هڅې؛ د قرآن د تر ټولو پخوانۍ نړیوالې سیالۍ د ګډون بنسټ

15:49 - August 03, 2026
د خبر لمبر: 3493127
قاری صیب
ایکنا- د ملایشیا د قرآنی سیالیو لپاره د ایران استازي سیدصادق مسلمي المشیري د مالیزیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۶۶پړاؤ لپاره د خپلې چمتووالي په اړه وویل:له هغه وخته چې د دغو سیالیو د ګډون امتیاز مې ترلاسه کړی، په دوامدار پلان، د استادانو له لارښوونو او د تېرو دورو د استازو له تجروبو څخه په استفادې سره مې د دې نړیوالې سیالۍ لپاره خپله چمتووالی ساتلی دی.»

د ایران د اسلامي جمهوریت استازي، سیدصادق مسلمي المشیري، له ایکنا سره په خبرو کې د خپلې ګډون او د سیالیو تر پیلېدو پورې د چمتووالي د بهیر په اړه وویل:د تېرو کلونو د دود له مخې، د اوقافو او خیریه چارو د ادارې  د عمومی قرآني سیالیو لومړی مقام ګټونکی د ایران د نړیوالو قرآن سیالیو لپاره او دویم مقام ګټونکی د ملایشیا د نړیوالو قرآني سیالیو لپاره معرفي کېږي.»

هغه زیاته کړه:تمه کېده چې د پخوانیو دورو په څېر، د شخصي چمتووالي ترڅنګ، اړوندو ادارو هم د ملایشیا سیالیو ته د استول کېدونکي قاري د لا ښه چمتووالي لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي وای، خو د هېواد د شرایطو له امله چې د دریمې تپلي جګړې له رامنځته کېدو وروسته رامنځته شول، د دغو پروګرامونو یوه برخه وځنډېده او یا یې د عملي کېدو زمینه برابره نه شوه.»

هغه د ملایشیا په سیالیو کې د ایران د پخوانیو استازو د تجربو د کارولو په اړه وویل: بې‌شکه، د پخوانیو ګډونوالو له تجربو څخه ګټه اخیستل د چمتووالي مهمه برخه ده. له نېکه مرغه، ما د ایران د تېر کال له استازي محسن قاسمي سره په ګډو محفلونو او ناستو کې د دغو سیالیو د فضا، د ترسره کېدو د طریقې او هغو مهمو ټکو په اړه ارزښتناک معلومات ترلاسه کړل چې باید د سیالیو پر مهال ورته پاملرنه وشي.»

د ملایشیا د نړیوالو قرآني سیالیو لپاره د ایران استازي همدارنګه وویل:ما له سیدمصطفی حسيني سره، چې د ایران د نړیوالو قرآني سیالیو غوره قاري او د ملایشیا د پخوانیو دورو استازی و، اوږدې خبرې کړې دي او د تلاوت په برخه کې مې د هغه له ارزښتناکو سپارښتنو او تخنیکي لارښوونو څخه ډېره ګټه اخیستې ده.»

د یادونې وړ ده چې د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو شپږشپېتمه (۶۶مه) دوره په دوو پړاوونو؛ مجازي او حضوري ترسره کېږي، او د دغو سیالیو حضوري پړاو به د روان کال د تلې له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې پورې د کوالالامپور په ښار کې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4367349

captcha