ایکنانیوز راپور راکړ، نن سهار له شپږو بجو او د لمر له راختو سره هممهاله، د حسینی اربعین په میلیوني لاریون کې له ګډونه د پاتې شویو میلیوني لاریون مراسم په تهران او د ایران په نورو سلګونو ښارونو کې د «باید پاڅون وشي یا باید برخاست» په اصلي شعار سره پیل شول.
د اسلامي انقلاب د «شهید رهبر» د موټي سمبول د دغه لاریون د لارې په ټولو فرهنګي توکو کې کارول شوی دی.
د سږ کال مراسم د مقاومت د شهیدو مشرانو او قوماندانانو د یادونو تر اغېز لاندې دي او د روان کال لاریون د هغوی په نیابت ترسره کېږي.
ګډون کونکو زیاروالو د «یا لثارات الحسین» سره بیرغونه په لاسونو کې نیولي او د صهیونیسټي رژیم او امریکا د جنایتونو پر وړاندې ئې د خپلې کرکې او اعتراض چغې پورته کړي دي.
د هغو مینهوالو خلکو لپاره چې زړونه ئې د اهلبیت علیهم السلام له مینې ډک دي او روحونه ئې د زیارت په شوق لړزیږي ، واټن او سرحدونه هېڅ معنا نه لري. دوی نن د تهران له امام حسین چوک څخه پلی مزل پيل کړ او تر ری ښار او شاه عبدالعظیم حرم پورې پلي لاړل اواو د عراق د حسینی اربعین د صحنو تر ټولو ورته انځورونه ئې جوړ کړل.
د ۱۴۰۵ کال د حسینی اربعین د پاتې شویو مراسم په داسې حال کې ترسره شوي چې د ایران خلکو د «اسلامی انقلاب د شهید رهبر» د له لاسه ورکولو او د «رمضان جنګ» پر مهال د سلګونو خلکو د شهادت غم تجروبه کړی دی.

د تهران او د ایران د نورو ښارونو خلک په کورنیو او دوستانه ډلو کې د لاریون له ګډونوالو سره یوځای کېږي.
حسیني زائرانو د «یا لثارات الحسین» بیرغونو او د «شهید رهبر» د انځورونو په پورته کولو سره د عاشورا او د مقاومت د جبهې معنوي پیوند نندارې ته وړاندې کړی دی او په درستې لارې کې چې کابو تر اولسو کلومیټرو پورې لاره ده ، په سلګونو موکبونه د زیارتوالو هر ډول خدمتونه کوي.

حسیني اربعین یوازې یوه تاریخي کلیزه یا ساده مذهبي مراسم نه دي، بلکې د سیدالشهدا(ع) د ازادۍ، حقغوښتنې او د استکبار ضد مبارزې له آرمانونو سره د کلني بیعت نوې کول دي.
دا ستر حرکت، چې د حضرت زینب کبری(س) او امام سجاد(ع) د بیدارګر دود ریښې لري، د پېړیو په تېرېدو او د اسلامي انقلاب په برکت، اوس د نړۍ تر ټولو ستر عقیدتي خوځښت، ټولنیز انسجام او انساني اجتماع ګرځېدلی دی.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میلیونونه زائران له نجف اشرف څخه تر کربلا پورې دا پلی لاره وهي څو د هغه غږ استازي وي چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅکله چُپ پاتې شوی نه دی.




https://iqna.ir/fa/news/4367808