ایکنا- په انډونیشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار، د «څنګه په ایران کې زدهکړه وکړو؟» تر سرلیک سره په یوې تخصصي غونډې کې، چې د ایران، ملایشیا او مصر د استازو په ګډون د اندونیزیا د دیني چارو وزارت د قرآن کریم د ژباړې او خپرونې په مرکز کې جوړه شوې وه، د قرآني مطالعاتو په برخه کې د ایران علمي، څېړنیز او فرهنګي ظرفیتونه معرفي کړل.
د ایران د فرهنګي سلاکارۍ د رسنیزې څانګې د راپور له مخې، یحیی جهانګیري، په دې غونډه کې د ایران د نړیوال قرآن نندارتون، د قرآن کریم د علومو او معارفو پوهنتون، د قرآني علومو پوهنځیو او د دې برخې د پوهنتوني مرکزونو علمي وړتیاوې د زدهکړې او څېړنې له مینهوالو سره شریکې کړې.
هغه همدارنګه د دیني مدرسو (حوزو) د رول په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې دغو حوزو د قرآني زدهکړو او څېړنو په وده، او د قرآن کریم د مفسرانو او څېړونکو په روزنې کې مهم رول لوبولی دی.
جهانګیري په خپلو خبرو کې د قرآنپوهنې تخصصي علمي ـ څېړنیزې مجلې، د قرآن کریم د چاپ، خپرولو او ژباړې مرکزونه، او همدارنګه د قرآني فرهنګ د دودولو په برخې کې د ایران فرهنګي او هنري ظرفیتونه هم معرفي کړل، او دا ټول یې د نړیوالو څېړونکو لپاره له مهمو علمي فرصتونو څخه وبلل.
دغه پروګرام د ایران، ملایشیا او مصر د استازو په ګډون ترسره شو، او د هر هېواد استازو ګډونوالو ته د قرآني مطالعاتو او فعالیتونو په برخې کې خپل علمي ظرفیتونه، لاسته راوړنې او د زدهکړې فرصتونه ور وپېژندل.
https://iqna.ir/fa/news/4367916/