ایکنانیوز راپور راکوي،شیخ یعقوب یحیی کاتسینا، چې د نایجریا د اسلامي غورځنګ لوړپوړی غړی او د شیخ زکزاکي له شاګردانو څخه دی، د حسيني اربعین په درشل کې له ایکنا سره په مرکه کې د اربعین د زیارت فلسفه، د شیعیانو له خوا د دې مناسبت د لمانځنې اهمیت، او د بېلابېلو دینونو، مذهبونو او عقایدو د پیروانو د ګډون په اړه خبرې وکړې او د ایکنا پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
ایکنانیوز له هغه څخه پوښتنه وکړه،؛ ستاسو په اند، د اربعین تر ټولو مهم آداب کوم دي چې زائرانو ته د هغوي د ترسره کولو سپارښتنه شوې ده؟
هغه وویل:مونږ ټول پوهېږو چې حضرت امام حسین(ع) د خپل نیکه د امت د اصلاح لپاره قیام وکړ. اصلاحات یوازې سیاسي بدلون نه دی، بلکې د اخلاقو، ایمان او ټولنیزو ارزښتونو اصلاح هم ده.
هغه کسان چې په دې زیارت کې ګډون کوي، باید اسلامي اخلاق مراعات کړي، صبر تمرین کړي، له خپل ایمان څخه قدرت واخلي، اخلاص او ایثار خپل کړي، او د امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو ملګرو له ژوند څخه د ځان لپاره بېلګه واخلي.
همدارنګه باید په خبرو کې رښتینولي، امانتداري، د لمانځه پر خپل وخت ادا کول، او له ګاونډیانو سره ښه چلند، پرته له دې چې د هغوی توکم ، رنګ یا دین څه وي، په پام کې ونیسي. هغوی باید پوه شي چې امام حسین(ع) د ټولو انسانانو دی او د هغه مینه موږ سره یو موټی کوي.
سربېره پر دې، پر بېوزلو او زیانمنو کسانو، لکه ښځو، ماشومانو او حتی حیواناتو، رحم او شفقت کول هم ډېر مهم دي.»
ایکنابیا ورڅخه پوښتنه وکړه ؛ د حسینی اربعین رول د مذاهبو ترمنځ د نږدېوالي او د اسلامي امت د یووالي په برخه کې څنګه ارزوئ؟
هغه وویل:د حسيني شعائرو، په ځانګړي ډول د اربعین د پیادهتګ، له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې د بېلابېلو دینونو، فرقو او مذهبونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ فضا رامنځته کوي.
ایکنا: آیا د اربعین په مراسمو کې د بېلابېلو دینونو او قومیتونو د پیروانو ګډون د سولې د فرهنګ د خپرولو لپاره د «عامه ډیپلوماسۍ» یوه بڼه ګڼل کېدای شي؟
شیخ کاتسینا وویل:د اربعین زیارت د عامه ډیپلوماسۍ یوه اغېزشیندونکې بېلګه ده، چې په نننۍ نړۍ کې، چې له فرقهپالنې، توکمپالنې او د وسلو له سیالۍ سره مخ ده، د سولې د کلتور د خپرولو لپاره کار کوي.
میلیونونه انسانان په کربلا، نجف او نورو سپېڅلو زیارتونو کې راټولېږي، خو په ندرت سره پکې شخړې، غلا یا فساد لیدل کېږي.
دا هر څه د اسلام له وروستي هدف سره سمون لري؛ هغه هدف چې غواړي ټول بشریت په یوې کورنۍ بدل شي، داسې کورنۍ چې بنسټ یې پر سولې، همغږۍ او متقابل تفاهم ولاړ وي.
لکه څنګه چې حضرت امام رضا(ع) فرمایلي دي:که خلک زموږ د خبرو ښکلا واوري، نو حتما به زمونږ پیروي وکړي."
https://iqna.ir/fa/news/4367395