ایکنانیوز د Saudi Gazette په حواله راپور راکړی، د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر لپاره د ملک عبدالعزیز د نړیوالو سیالیو ۴۶ پړاو د تیرې پنجشنبې په ورځې په مکه مکرمه کې پیل شو.
دغه سیالۍ به د ربیعالاول تر شپږمې نېټې، چې د اګست له ۱۹ سره برابره ده، دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د ۱۳۳ هېوادونو ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوال برخه لري، چې د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو پراخ ګډون بلل شوی دی.
د دغو سیالیو موخه دا ده چې مسلمان ځوانان وهڅول شي، څو قرآن کریم حفظ، درک او تدبر کړي او د عادلانه سیالۍ زمینه برابره شي.
دغه سیالۍ په پنځو څانګو کې ترسره کېږي او د ټولو جایزو مجموعه ئې ۱۰ میلیونه او ۲۶۰ زره سعودي ریاله ده، چې د سیالیو له پیل راهیسې تر ټولو لوړه جایزه بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4368375