IQNA

 په مکه کې د زر کلن قرآن کریم نسخه نندارې ته وړاندې شوه

15:18 - August 08, 2026
د خبر لمبر: 3493151
زر کلن زور قرآن
ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه چې څه باندې زر کاله وړاندې لیکل شوې، په دې وروستیو کې په مکې مکرمې کې نندارې ته وړاندې شوه.

 ایکنا نیوز  د ArabAmerica په حواله راپور راکړی، د قرآن کریم دغه خطي نسخه څه باندې زر کاله وړاندې د ابن بوّاب له خوا لیکل شوې او په دې وروستیو کې په مکې مکرمې کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

دغه نسخه د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې د «اقرأ» نندارتون یوه برخه ده.

دا خطي نسخه د مشهور خطاط ابن بوّاب له خوا، چې د علي بن هلال په نوم هم پېژندل کېږي، د یولسمې میلادي پېړۍ د پیل په شاوخوا کې لیکل شوې ده. دا نسخه په ټوله نړۍ کې له موجودو یوازې دوو نسخو څخه یوه بلل کېږي.

د دغو نسخو ارزښت یوازې د هغوی په لرغونتوب پورې محدود نه دی، بلکې د ځانګړي هنري سبک، ښکلا، هنري ظرافتونو او هغو ځانګړو تزئیني عناصرو له امله هم ځانګړی اهمیت لري چې د لیکلو پر مهال پکې کارول شوي دي.

همداراز د دې اثر ترڅنګ یو فهرست او علمي تشریح هم وړاندې شوې ده، چې په دغې نسخې کې د خطاطۍ او ځانګړو تذهیبونو اهمیت بیانوي.

https://iqna.ir/fa/news/4368168

captcha